د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د ټاکنو د کمیسیون پنځه کارکوونکي ورک شوي


افغانستان : د پارلماني ټاکنو وړاندې انتخابي عملې غړي او کاندید تختول شوي دي
افغانستان : د پارلماني ټاکنو وړاندې انتخابي عملې غړي او کاندید تختول شوي دي

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سیمه اییز دفتر وايي چې نن (۱۲/۳/۲۰۱۴) یې له خپلو پنځو کارکوونکو سره چې،په ده بالا ولسوالۍ کې یې دنده ترسره کوله، اړیکه شلیدلې او هېڅ څرک یې نه لګي .

ده بالا ولسوالي له پاکستان سره پر پوله نژدې پرته ده او ویل کیږي چې وسله وال طالبان او د افغان حکومت مخالفین په کې فعاله دي .

په ننګرهار کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر اجمل اختر امریکا غږ ته ومنله چې پنځه کارکوونکي یې ترې تم شوي دي، په همدې حال کې په سیمه کې ځیني قومي مشران وايي چې وسله والو طالبانو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دغه کار کوونکي تښتولي دي .

یو قومي مشر حاجي شاپور امریکا غږ ته وویل چې طالبانو دغه کارکوونکي د ده بالا په مریزکڼډاو سیمه کې په نامعلوم لوري تښتولي دي ، د ښاغلي شاپور په خبره طالبانو له یادو کسانو سره د انتخاباتو اړوند مواد هم له ځانه سره وړي دي .

په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي د یادو انتخاباتي کسانو د ورکېدو او ترې تم کېدو پخلی کوي ، خو په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي چې چا دغه کار کړی دی .

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د خپلو ورکو شوو کسانو په اړه لا هم معلومات نلري .

XS
SM
MD
LG