د لاس رسي وړ اتصالات

په کندز کې پر انتخاباتي کاروان برید شوی دی


د رایو صندقونه
د رایو صندقونه
په افغانستان کې د سړک غاړې ماین یوې چاودنې کې هغه لارۍ په نښه شوې چې له رايي پاڼو ډک صندقونه یې د شمېرلو لپاره د کندز ښار ته لېږدول.

په چاودنه کې د انتخاباتو د کمیسیون یو کارکوونکی، یو پولیس او ګاډی چلوونکي وژل شوي او د رایي پاڼو اته صندقونه له منځه تللي دي .

پېښه د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده .

چاودنه د یکشنبی په ورځ (۰۴-۰۶-۲۰۱۴) په کندز یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې شاوخوا اووه میلونو افغانانو د جمهوررئیس کرزي د ځای ناستي ټاکلو لپاره رایه ورکړه .



د انتخاباتو په ورځ په افغانستان کې د تاوتریخوالي په نورو پېښو کې لږ تر لږ شل تنه وژل شوي دي .

د افغانستان په ولسي جرګې کې د کابل د خلکو استازې شکریه بارکزۍ وايي په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون او د انتخاباتو ترسره کېدل، په خپله د طالبانو ردول او نه منل دي .

مېرمن بارکزۍ وايي د طالبانو د ګواښونو او موسم له خرابوالي سره سره ښځې او نارینه انتخاباتي حوزو ته ولاړل او رايي ورکړې، دغه کار په خپله د افغانستان د دښمنانو پر مخ یوه درنده اوخوشېنونکې څپېړه وه او گوزار وو چې وايي افغانان د ډیموکراسۍ لپاره چمتو او برابر نه دي .

د افغانستان انتخابات په نړیواله کچه هم وستایل شو، ولسمشر کرزي په انتخاباتو کې د خلکو گډون د هیواد لپاره یوه لویه بریا وبلله.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې حامد کرزی په درېیم وار ولسمشر کېدی نشي، او ښايي دا په دغه هېواد کې لومړی ځل وي چې له یوه منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته په ډیموکراتیک ډول، واک لېږدول کیږي.
XS
SM
MD
LG