محمد داود سلطان زوی د اشرف غني احمدزي او د افغانستان د ملي اتحاد په نامه گوند مشر جمیل کرزي د عبدالله عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د ولسمشرۍ د لومړي پړاو د انتخاباتو نوماند محمد داود سلطان زوی د اشرف غني احمدزي سره په گډه خبري غونډه کې له ښاغلي احمدزي څخه د خپل ملاتړ دلیل د گډو کاري پروگرامونو شتون وگاڼه او ویې ویل چې "په پروگرامونو کې ورته والی ددې سبب شو چې مونږ سره گډ کار وکړو."
هغه وویل " مونږ د شخصي گټو او د واک د انحصار او د یو انحصاري شرکت د دوام په خاطر سره نه یو یوځای شوي، بلکې د افغانستان د لوړو گټو او د تیرو بدبختیو څخه د خلکو د ژرغونې په هدف سره یو ځای شوو."
ښاغلي احمدزي بیا د هغه له ټیم سره د ښاغلي سلطان زوی د یو ځای کیدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې دده د ټیم ټول غړي د افغانستان د ملي گټو او ملي وحدت لپاره کار کوي.
د افغانستان د ملي اتحاد په نوم گوند مشر جمیل کرزي د جمهوري ریاست د نوماند عبدالله عبدالله سره په گډ خبري کنفرانس کې وویل چې له ډیرو ارزونو وروسته د اوسنیو شریاطو په پام کې نیولو سره دې گوند پریکړه وکړه چې د دوهم پړاو په ټاکنو کې د ښاغلي عبدالله له ټیم څخه ملاتړ وکړي.
ښاغلي عبدالله د ملي اتحاد د گوند د ملاتړ نه په مننه وویل " دا ټیم هغو تعهدونو ته متعهد دی چې د خلکو سره یې کړي دي."
د انتخاباتو په لومړي پړاو کې هم د جمهوري ریاست د انتخاباتو یو شمیر نوماندانو ددغو دوو مخکښو نوماندانو څخه خپله پلوي علان کړې وه.
خو تر اوسه هدایت امین ارسلا او قطب الدین هلال له دې سره سره چې د دوو مخکښو نوماندانو تر منځ د انتخاباتي مبارزې پیل ته یوه ورځ پاتې ده تر اوسه چپ پاتې دي.