د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي:په جنوب ختیځو ولایتونو کې دتقلب مخنیوی شوی


افغان انتخابات
افغان انتخابات
د جنوب ختيځو ولايتونو چارواکي وايي چې تر ډېره حده يې په انتخاباتو کې د درغلۍ مخه نيولې ده، خو د ټاکنو پر مهال له ځينو تخنيکي ستونزو سره مخ شوي دي. امنيتي چارواکي هم وايي چې تر ډېره حده يې د حکومت د وسله والو مخالفينو بريدونه شنډ کړي دي.

افغان چارواکي وايي سره له دې چې د حکومت د وسله والو مخالفينو له لوري د هېواد د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د ټاکنو د ګډوډولو ګواښونه موجود وو، خو د توقع خلاف خلکو پرته له کومې ويرې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړ.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي نن د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې خبريالانو ته وويل چې په دې ولايت کې د ټاکنو په ورځ يو مرکز هم نه و تړل شوی، خو په يو شمېر مرکزونو کې ځينې تخنيکي ستونزې وې، چې په خپل وخت حل شوې دي.

هغه داسي وايي ،،د پروسې د شفافيت او نظارت لپاره مو يو ځانګړی ميکانيزم درلود. د ولايت ټوله رهبري د همغږۍ په مرکز کې د سهار له اوو بجو بيا د ماښام تر اتو بجو ناست وو، هر امنيتي تهديد او نورو مشکلاتو د حل لپاره مو جدي اقدام کړی دی،،.

د يادونې وړ ده چې د انتخاباتو په ورځ په پکتيا ولايت کې هيڅ د ناامنۍ پېښه نده رامنځته شوې، خو په لوګر ولايت کې د رايې اچونې په يوه مرکز کې د يوې بمي چادونې له امله درې ملکيان ټپيان وو او پر پکتيکا بيا يو شمېر ميزائيل ويشتل شوي وو، خو کوم زيان يې نه لاره.

امنیتي چارواکي: افغان ځواکونو په انتخاباتو کي خاصه زړوړتیا وښودله

خو د خوست امنيتي چارواکي بيا وايي چې په دغه ولايت کې د ټاکنو د ترسره کېدو د بهير پرمهال لس وسله وال طالبان، څلور پوليس او يو ملکي وګړی وژل شوي دي. همداشان شپږ پوليس او څلور د ملي اردو سرتېري ټپيان شوي دي.

د خوست یو امنیتي چارواکي چي نوم یې ونه ښودله داسي وویل ،،دښمن اخري قوت استعمال کړ، له هرې لارې يې کار واخيست، د تبليغ له لارې، د راکيټي حملو له لارې او د بمي بريدونو له لارې، خو ډېر په جرات سره بايد ووايم، چې زموږ قهرمانانو ځواکونو په ډېره ميړانه دفاع کړې ده، دښمن ته يې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی او هغوي ته يې درانه تلفات هم رسولي دي،،.

بل طرف د لوګر د انتخاباتو د ولايتي دفتر مشر عصمت الله وردګ وايي چې په دغه ولايت کې د رای اچونې د ۸۳ مرکزونو له جملې څخه يې اتلس مرکزونه نه وو پرانستل شوي.
هغه وويل چې د پاتې ۶۵ مرکزونو له جملې څخه د پنځلسو مرکزونو رای پاڼې په محلونو کې نه وې شمېرل شوې، خو صندوقونه يې مرکز پُل عالم ته انتقال شول او دغلته يې رايې وشمېرلې.

د پکتيا د انتخاباتو د شکايتونو د اورېدو کمېسيون مسوولين بيا په دغه ولايت کې د ټاکنو په بهير کې په ځينو سيمو کې د پراخې درغلۍ خبر ورکوي.

د دې کمېسيون مشر محمدبشير بهرام امريکاغږ ته وويل، چې د دغه ولايت په زرمت، څمکني، لجه منګل او ځينو نورو ولسواليو کې په ټاکنو کې پراخ تقلب شوی دی.

هغه زياته کړه چې په ګڼ شمېر مواردو کې د جمهوري رياست د ځينو مشخصو کانديدانو په ګټه صندوقونه په کورونو کې له رای پاڼو ډک شوي او بيا يې په ټاکنيزو مرکزونو کې رايې شمېرل شوې دي.

بل طرف د پکتيکا د ټاکنو د دفتر مشر ذبيح لله وګړی وايي چې د دغه ولايت له زياتره ولسواليو څخه د رای پاڼو صندوقونه مرکز ښرنې ته رسيدلي او پاټې نور پر لاره دي چې ښايي د دو شنبې په ورځ يې انتقال بشپړ شي، خو زياتوي چې رای پاڼې ټولې شمېرل شوې دي.

په مجموع کې په يادو شويو څلورو ولايتونو کې د غير رسمي احصايې له مخې ويل کېږي، چې د جمهوري رياست په کانديدانو کې ډاکټر اشرف غني له اويا څخه تر نوي فيصده پورې رايې خپلې کړې دي.
XS
SM
MD
LG