د لاس رسي وړ اتصالات

پر ټاکنو یو شمير څارونکي د رایو پاڼو په چاپ اندیښمن دي

ولایتونو ته به د رایو پاڼو د لیږد بهیر د سنبلې د میاشتې په اتمه پیل شي.
ولایتونو ته به د رایو پاڼو د لیږد بهیر د سنبلې د میاشتې په اتمه پیل شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، دغه کمیسیون د تلې د شپږمې ورځې د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره یوولس میلیونه او درې سوه زره د رایو پاڼې چاپ کړي.

د کمیسیون مرستیال ویاند عبدالغزیز ابراهیمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل،

ولایتونو ته به د رایو پاڼو د لیږد بهیر د سنبلې د میاشتې په اتمه پیل شي.

د ابراهیمي په وینا د رایو پاڼې به د رایې ورکوونکو د لیست له مخې په هر محل او هر مرکز کې د رایې ورکوونکو د اړتیا پر اساس واستول شي.

د ټاکنو څار ادارې بیا په زیات شمیر د رايو پاڼو په چاپولو اندیښنه ښودلې او وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید په دې برخه کې خلکو ته د شفافیت ډاډ ورکړي.

د ازادو او عادلانه ټاکنو د څار د ادارې اجرائیوي رئیس یوسف رشید امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل د ټاکنو کمیسیون له خوا چاپ شوې د رایو پاڼې د رایې ورکوونکو د شمیر څخه شاوخوا ۱۶ فیصده زیاتې دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست یو شمیر نوماندان هم په زیات شمیر د رایو د پاڼو په چاپ اندیښمن دي او د ټاکنو کمیسیون څخه د رایو د پاڼو په اړه د شفافیت غوښتنه کوي.

خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، دا په ټوله نړۍ کې رواج دی، چې تل د رایې ورکوونکو د شمیر څخه څو فیصده زیاتې د رایو پاڼې چاپیږي او علت یې د ټاکنو په ورځ د احتمالي ضایعاتو مخنیوی دی.

د کمیسیون د وینا له مخې په افغانستان کې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو ګواښونو ته په پاملرنې دغه کمیسیون د فیصدۍ له مخې رایې چاپ کړي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د شمیرنو له مخې د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې د شپږمې ورځې په ټاکنو کې د ګډون لپاره څه باندې نهه میلیونه او شپږ سوه زرو رایې ورکوونکو خپل نومونه ثبت کړي، چې له دریو میلیونو زیاتې یې ښځې دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG