د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځینه خبریالانو کار؛ ناامني او ټولنیز محدودیتونه "ستر خنډونه" دي


یو شمېر ښځینه خبریالانې وايې چې ناامني او ټولنیز محدودیتونه د دوي د کار په وړاندې "تر ټولو ستر خنډونه" دي.

خبریالانې وایې چې له شته خطرونو سره سره خپل کار ته دوام ورکوي.

په کابل کې د یوه خصوصي ټلوېزیون خبریاله حسیبه اټکپاله وایې مسلک ته وفاداره ده او په "جرئت د خبریالۍ دنده پر مخ بیايي."

اټکپاله چې له دوو کلونو راهیسې له شمشاد ټلوېزیون سره کار کوي ټینګار کوي چې "په هر ډول سخت حالت کې کار ورته په زړه پورې دی".

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ د مرکز په یوه راپور کې لیکل شوي چې په وروستیو کلونو کې د ناامنیو او د جګړو د دوام له امله، په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو شمېر کم شوی دی.

راپور کې راغلي چې د افغانستان په ۷۴ ملي او سیمیزو رسنیو کې ۱۰۳۷ ښځینه خبریالانې او د رسنیو ښځینه کارکوونکې کار کوي چې ۴۷۴ یې مسلکي خبریالانې دي.

په تېرو دوو کلونو کې شاخوا ۱۰۰ ښځینه خبریالانو په ۱۱ ولایتونو کې خپل دندې پرېښې دي.

د زن ټلویزیون خبریاله سلما سخي وایې چې په مسلکي کاروبار کې له "ګواښونو سره مخ ده".

د طلوع نیوز د خبرونو ویانده مرضیه راحت حفیظي وایې چې په تېرو کلونو کې ډیرې ښځېنه خبریالانې وژل شوي چې تراوسه پورې یې "د وژنې عاملین څرګند نه دي."

د ښځینه خبریالانو کار؛ ناامني او ټولنیز محدودیتونه "ستر خنډونه" دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00

XS
SM
MD
LG