د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د نرسانو ځانگړي ښوونځي


په افغانستان کې د نرسانو ځانگړي ښوونځي
په افغانستان کې د نرسانو ځانگړي ښوونځي

دا په تخار کې هغه پنځه ویشت نرس قابلې دي چې ددغه ولایت د نرس قابله وو د ښوونځي په څلورم دور کې فارغې شوې.

د نرس قابله وو دغه ښوونځی چې د امریکا د متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې USAID لخوا تمویلیږي، د تیرو شپږو کلونو را پدیخوا په تخار ولایت کې فعالیت کوي، چې تر دې وخته یې په څلورو دورو کې ۹۷ نرس قابلې ټولنې ته وړاندې کړي.

د قابلګیو د دغه ښوونځي مدیره ډاکټره فایقه ضیا وايي چې دغه قابلې د قابلګۍ په ښوونځي کې اتلس میاشتې زده کړې کوي چې په وینا یې د دغه ښوونځي څخه فارغې شوې قابلې د تخار ولایت په بیلا بیلو ولسوالیو کې د میندو او ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

"د ولایت په ډیرو لرو پرتو سیمو کې چې پخوا په کې میندو روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسي نه درلوده، زموږ د قابله وو په فارغیدو سره اوس هلته میندو ته د زیږون څخه دمخه او وروسته روغتیایي اسانتیاوې برابرې شوي، چې ورسره میندې د میړینې له خطره ژغوري"

ډاکټره فایقه ضیا وايي چې په تخار ولایت کې د تیرو کلونو په پرتله د زیږون پر مهال د میندو او ماشومانو په مړینه کې د پام وړ کموالی راغلی، چې یولامل یې د لرو پرتو سیمو په روغتیايي مرکزونو کې د قابله وو ډیریدل دي.

رویا چې د تخار د قابله وو د څلورم دور څخه فارغه شوې په دې خوشحاله ده چې د خپلو خلکو خدمت ته وړاندې کیږي، هغه وايي: "زه د خوښې احساس کوم، په دې چې هغه څه چې ما دلته زده کړي تر څو وتوانیږم د هغې له لارې د خپلو خلکو خدمت وکړم"

په تخارولایت د نورو کلونوپه پرتله په روغتیایی مرکزونوکې دزیږون کچه هم لوړه شوې چې دعامې روغتیارییس ډاکټرحسن بسیج په وینا لامله یې په روغتیایي مرکزونو کې د قابله وو په دنده ګومارل دي، هغه په روغتیايي مرکزونو کې زیږون د مور او ماشوم دواړه لپاره خوندي ګڼي: "زه د چاه اب ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته تللی وم هلته مې ولیدل چې په یوه میاشت کې په یو کلینیک کې ۶۴ ولادتونه شوي وو، همدارنګه دوه ورځې وړاندې د رستاق روغتون ته تللی وم هغوی هم په یوه میاشت کې د زیږون ۱۲۰ پیښې درلودلې، چې دا په خپله یوه لویه لاسته راوړنه ده چې په ۲۰۰۴ م کال کې موږ د مور او ماشوم د خوندیتوب لپاره دغسې روغتیايي اسانتیاوې نه درلودې"

د تخاروالي عبدالجبار تقوا له نوموړي ښونځي څخه دسيمه يزو قابلو فارغېدل دموراوماشوم دمړينې دمخنيوي په برخه كې غټه لاسته راوړنه وبلله. هغه له فارغو شوو قابله وو څخه غوښتنه وكړه چې د ناروغانو د دردملنې لپاره دې ملا وتړي. : "زمونږ نجونوته نن دغه وياړ ورپه برخه شوې چې په عزت سره بريليكونه اخلي اوپه مستقيمه توګه خپلوخلكواوټولنې ته د خدمت وړګرځي، تل دعسكروپه شان واقعي خدمتونه وكړۍ"

كه څه هم د رسمي شمېرو له مخې افغانستان دهغوهيوادونوپه كتاركې راځي چې په هركال زيات شمېرميندې داوميندوارۍ او زيږون پرمهال د روغتيايي خدمتونودنشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه وركوي، خودتخارولايت د عامې روغتيا رياست چارواكي وايي ددې ولايت د لرې پرتوسيموپه روغتيايي مركزونود ښځينه ډاكټرانو اونرس قابله وو په ډېريدوسره میندو او ماشومانو ته د پام وړ روغتیايي اسانتیاوې رامنځ ته شوي.

XS
SM
MD
LG