د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو په کندهار کې یوه پولیسه ووژله


نا پيژانده وسله والو په کندهار کي یوه پولیسه په یوه غلچکي برید کې وژلې ده.

دغې پوليسي د پاسپورت په څانګه کي کار کاوه او نن تر غرمي مخکې د ښار د ۱۳ حوزې د چاوڼۍ په سیمه کې پرې برید شوی دی.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک مني چي د فوزيې په نوم يوه میرمن د ښار په چاوڼۍ سیمه کي په یوه غلچکي برید کې وژل شوې، خو وايي چې د بشپړه دندي په اړه يې زیات جزیات په لاس کي نلري .

د کندهار د امنيې قومندانۍ یوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته تائید کړه چي وژل شوې میرمن فوزیه نومېده او د پاسپورت په مدیریت کي يې دنده لرله.

تراوسه چا د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

تر دې مخکي په کندهار ښار کي د ملګرو ملتونو د سیاستي دفتر یوناما یوه کار کوونکې تورپېکۍ الفت او د واکسین د پرو ګرام یوه رضاکاره هم په غلچکیو بریدونو کي وژل شوي.

XS
SM
MD
LG