د لاس رسي وړ اتصالات

فاریاب کې افغان سرتیرو او طالبانو ته تلفات رسیدلي


په وروستیو اونیو کې د هوا په ګرمیدو د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په یو شمیر ولایتونو کې جګړې زیاتې شوي.

د فاریاب ولایت کې پولیس وايي، تیر شپه ( وري ۲۱مه) وسله والو طالبانو د دغه ولایت په دریو ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله ییز بریدونه کړي، چې له امله یې دواړو خواو ته د سر زیان رسیدلی دی.

د فاریاب د والي ویاند کریم یورش امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې طالب وسله والو تیره شپه د المار، قیصار او خواجه ناموسي ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو د مقاومت په پایله کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول.

ښاغلي یورش وویل "تیره شپه مو د دښمن بریدونه په شا وتمبول، چې په پایله کې يې د امنیتي ځواکونو څخه څلور شهیدان او شپږ ټپیان شو او شل طالب وسله وال مړه او ټپیان شو".

ښاغلي یورش وویل، چې د خواجه ناموسي په ولسوالۍ کې د ظاهر په نوم یو قومندان، چې په "شکم پاره" یې شهرت درلود هم وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو لا د دغو جګړو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو تیره شپه د فاریاب په دریو ولسوالیو دا بریدونه په داسې حال کې کړي، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د یو پلاوي په مشرۍ د دغه ولایت د وضعیت د ارزولو لپاره میمنې ته سفر کړی دی.

بادغیس کې شپږ سرتیري تسلیم شوي

د بلې خوا د بادغیس ولایتي شورا یو غړی ناصر نظري وايي، تیره شپه ( وري ۲۱مه) د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ د "میرانزايي" په سیمه کې یو شمیر پولیس د وسله والو طالبانو سره یوځای شوي دي.

د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې طالبانو د مقر په ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته برید کړې وو، چې له برید وروسته په دغه پوسته کې میشت افغان پولیس له پوستې په شا شوي وو.

ښاغلي شهابي وویل، چې په دغه پوسته باندې د طالبانو د برید وروسته شپږ پولیس لا درکه شوي دي.

هغه وویل، پلټنې روانې دي، چې دا معلومه کړي، چې دا شپږ پولیس طالبانو سره یوځای شوي او که د بل برښلیک سره مخامخ شوي دي.

وسله والو طالبانو لا تراوسه په دې هکله هم رسنیو ته خپل نظر نه دی څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG