د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومانداني وايي چې، افغان ځواکونهنن د دوشنبې په سهار د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د میرزاولنګ درې ته ننوتي او په سیمه کې یې د پلټنې عملیات پیل کړي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو مرستیال ویاند جګړن نصرت الله جمشیدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د میرزاولنګ په روانه جګړه کې ۲۵ وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
جګړن جمشیدي وویل " د البرز ۱۰ عملیاتو په دوام چې له پنځه ورځو راهیسې پیل شوي وو، له نیکه مرغه زمونږ پرسونل وتوانیده چې د دښمن دفاعي کرښه ماته کړي او دښمن وځپي او د میرزاولنګ درې ته افغان ځواکونه ننوځي او فعلآ تصفیه او تلاشي روانه ده ".
جګړن جمشیدي وویل چې تیره شپه د افغان ځواکونو په هوايي او توپچي بریدونو کې ۲۵ وسله وال مخالفان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې د میرزاولنګ درې ته د افغان امنیتي ځواکونو ننوتل تائید کړل او ویې ویل چې فعلآ په دغه سیمه کې تصفیوي عملیات روان دي.
ښاغلي اماني وویل " تیره شپه د افغان امنیتي ځواکونو د بریدونو په پایله کې د میرزاولنګ د درې لوړې برخې د افغان امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو لاس ته ورغلي دي، په سیمه کې تصفیوي عملیات روان دي".
د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د میرزاولنګ د عملیاتو په اړه امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې لا هم د میرزاولنګ د سیمې مرکز د طالب وسله والو په لاس کې دی.
د طالبانو ویاند په میرزاولنګ کې په روانو جګړو کې د خپلو دریو وسله والو وژل تائید کړي او ادعا یې کړې چې په دې جګړو کې یې د افغان ځواکونو منسوبینو ته زیات تلفات اړولي دي.
طالب وسله والو لس ورځې وړاندې د سرپل ولایت د صیاد د ولسوالۍ د میرزاولنګ سیمه له یوې سختې جګړې وروسته د افغان ځواکونو ونیوله.
د دغې جګړې له امله په سلګونو کورنۍ د سرپل ولایت مرکز ته په کډه شوي دي.