د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونه د سرپل د میرزاولنګ د بیا نیولو لپاره عملیات پیلوي


د شاهین قول اردو ویلي چې د سرپل ولایت د صیاد په ولسوالۍ کې یې د میرزاولنګ د کلي د بیا نیولو عملیات پیل کړي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندانۍ په یو بیان کې ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه له طالب وسله والو څخه د سرپل ولایت د صیاد د ولسوالۍ د میرزاولنګ د سمیې د بیا نیولو لپاره دغه ولایت ته رسیدلي او وسله والو مخالفانو پر وړاندې د عملیاتو په چممتوالي بوخت دي.

د دغې قوماندانۍ له خوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي، چې د دغو عملیاتو د پیل لپاره د شاهین قول اردو د قوماندان جنرال امان الله مبین په مشرۍ د افغان ځواکونو یو لوی کاروان تېره ورځ سرپل ته رسیدلی.

د شاهین قول اردو ویاند جګړن نصرت الله جمشیدي ویلي، چې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې نن په دغه سیمه کې درې مخالف وسله وال وژل شوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د افغان پوځ او پولیسو ځواکونو په سیمه کې د یو پراخه عملیاتو د پیل لپاره په جمتوالي بوخت دي.

جنرال وزیري وویل " د یو سترعملیات لپاره چمتوالی نیول شوی، ترڅو ټول صیاد له مخالفو وسله والو تصفیه شي".

د میرزاولنګ سیمې د بیا نیولو پرېکړه تیره ورځ د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍپه غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه شوې ده.

په دغه غونډه کې د سرپُل ولایت د صیاد ولسوالۍ په میرزاولنګ کلي کې وروستۍ پېښې او امنیتي حالت وارزول شول او د وسله والو مخالفانو د ځپلو او د میرزاولنګ کلي د بیا نیولو پرېکړه وشوه.

د ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې په دې غونډه کې اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې چې د میرزاولنګ کلي زیانمنو ته د ټاکل شوي پلاوي له مرستو سربېره دې اړوند ارګانونه هغوی ته بیړنۍ بشري مرستې هم برابري کړي.

د صیاد ولسوالۍ د میرزاولنګ سیمه د سرپل ولایت له مرکز څخه ۲۰ کیلو متره فاصله لري.

طالبانو د تیرې شنبې په ورځ دا سیمه له افغان ځواکونو نیولې ده.

د سرپل ولایتي چارواکي ادعا کوي چې طالبانو او د اسلامي دولت یا داعش ډلې پورې تړلو وسله والو د دغې سیمې د نیولو وروسته تر ۵۲ پورې ملکي وګړي وژلي او د یو شمیر کورنیو غړي یې هم برمته کړي دي.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت خبریالانو ته ویلي چې وسله والو مخالفانو د صیاد په ولسوالۍ کې سیمه ییزو مخورو په منځګړیتوب د میرزاولنګ د سیمې د یو شمیر کورنیو ۲۳۵ غړي خوشې کړي، چې له بندڅخه د خوشې کولو وروسته دا کسان د دغه ولایت مرکز ته رسیدلي دي.

د کورنیو په خوشې شوو غړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

طالبانو په میرزاولنګ کې د ملکي وګړو د وژل کیدو رپوټونه رد کړي او ویلي دي چې د دغې سیمې د نیولو په جګړه کې دغې ډلې ۲۸ سیمه ایز پولیس وژلي، چې د هغوی مړي یې د سیمې د مخورو په منځګړیتوب د هغوی کورنیو ته سپارلي دي.

د بلې خوا د وسله والو مخالفانو له خوا د سرپل د صیاد د ولسوالۍ د میرزاولنګ په سیمه کې د ملکي وګړو د وژلو د غندنې او پیښې د قربانیانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره تیره شپه په کابل کې په یوه غونډه کې د مدني ټولنې یو شمېر غړو شمعې بلې کړې وې اود هغوی روح ته یې دعا وکړه.

همداشان ټاکل شوې نن د چهارشنبې په ورځ هم په کابل کې په دوه جلا غونډو کې د وسله والو مخالفانو له خوا د میرزاولنګ د سیمې د ملکي وګړو د وژل کېدو د پیښې د غندنې لپاره غونډې جوړې شي.

XS
SM
MD
LG