د لاس رسي وړ اتصالات

د بامیانو د شیبر پر ولسوالۍ د طالبانو برید په شاتمبول شوی


شیبر پر ولسوالۍ د طالبانو د جمعې د ورځې برید په روان کال کې په بامیانو کې پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو لومړی برید وو.

د بامیانو په ولایت کې سیمه ایز چارواکي وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د شیبر پر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډله ایز بریدونه چې د جمعې د ورځې په سهار پیل شوي وو او د تیرې شپې ترناوخته یې دوام درلود په شا تمبولي دي.

د بامیانود ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالمتین ایزدیار امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د جمعې د ورځې په سهار اتو بجو تر دوو سوو پورې وسله والو طالبانو د شیبر ولسوالۍ پر یو شمیر پوستو ډله ایز بریدونه وکړل چې له امله یې په دغه سیمه کې جګړې د شپې ترناوخته روانې وې.

جنرال عبدالمتین ایزدیار وویل چې سیمې ته له مرکز څخه د ځواکونو له رسیدو وروسته د وسله والو طالبانو بریدونه په شا ووهل شول.

جنرال ایزدیار وویل " څلور سرتیري چې تیره شپه لادرکه شوي وو، دوه یې وژل شوي او دوه نور یې ټپیان دي، خود غره په سر د باغک د خولې پوسته چې طالبانو نیولې وه ، بیرته افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده ".

د بامیانو امنیه قوماندان وویل چې په دې جګړو کې پنځه طالبان وژل شوي او څو تنه نور چې هغه یې شمیر څرګند نه کړ ټپیان شوي دي.

د شیبر ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیارنیک محمد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې جګړې سختې وې، خو دوی طالبانو پرې نه ښودل چې د شیبر ولسوالۍ ته ننووځي.

د بامیانو ولایت په تیرو شپاړس کالو کې د امنیت له پلوه یو ارام ولایت ګڼل کیږي او په دغو کلونو کې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په مربوطاتو کې د ګوتو په شمیر بریدونه کړي دي.

د دغه ولایت چارواکي پر شیبر ولسوالۍ باندې د طالبانو د ډله ایز برید یو علت د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ سره د دغې ولسوالۍ ګډ سرحد ګڼي چې له امله یې وسله وال طالبان کله کله د شکاري په دره کې په امنیتي پوستو هم بریدونه کوي.

خو دا برید د روان کال له پیل څخه د وسله والو طالبانو لومړی برید چې د بامیانو په ولایت کې پر امنیتي پوستو کړی دی.

د طالبانو د بریدونو له امله تیره ورځ د شکاري درې لار هم ټوله ورځ د تګ راتګ لپاره تړلې وه.

د سالنګ د لارې ترڅنګ د شکاري درې لار چې له شیبر څخه تیریږي د افغانستان د مرکزي ولایتونو او شمالي ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ لنډه لار ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه د شیبر پر ولسوالۍ د تیرې ورځې د عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG