د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د سحرګلې مجرمین به جزا وویني


کرزی: د سحرګلې مجرمین به جزا وویني
کرزی: د سحرګلې مجرمین به جزا وویني

اسوشیټد پرس خبري اژانس د یوافغان مامورله قوله ویلي دي چې یوه پنځلس کلنه افغانه چې خسرگنۍ یې ، فاحشا ته د مجبورولو په خاطر پرې سختۍ شکنجې اوعذابونه راوستي و، هند ته د طبي علاج دپاره ولیږل شوه.

د کورنیو چارو د وزارت نطاق صدیق صدیقی وویل د سحرگل خواښې او اندورو گرفتارې شوې دي او په خاوند پسې یې لټون روان دی.

سره ددې چې د بشري حقوقو مبارزین وایې چې په دغه عنعنوي ټولنه کې د ښځواو انجوڼو په حق کې ظلم اوناروا عادي اوعام عمل دی خو دغه خبرافغانستان لړزولی او حیران کړیدی.

ولسمشر حامد کرزی وویل چې هر چا چې په دی نجلۍ ، سحرگلې دغه ظلم کړیدی ، سزا به وویني.

د بغلان په ولایت کې د مامورینو د وینا له قراره خسر گنۍ یې سحر گل شپږ میاشتې په یوې تاکاوۍ کې بنده کړې وه ، نوکان یې ځیني ایستلي وو او د وسپنې په سرو سیخانو یې وهلی وه. په ډیرو وهو کې یې گوتي ماتې شوي دي. پولیسو تیره اوونۍ هغه ازاده کړه.

د عامې روغتیا اود ښځو د چارو وزیران د سحرگل لیدو، ته چې اوس په کابل کی په روغتون کی ده ورغلل.

سحر گل تیره هفته هغه وخت پولیسود خپل میړه په کور کې د تاکاوۍ نه وایسته چې ماما یې محلي پولیس خبر کړل.

صدیقي خبریالانو ته وویل چې دا تشدد امیزه عمل دی اوپه دی یوشتمې پیړۍ کې د منلو وړ نه دی. ده خبریالانوته وویل مونږ د سحرگل د ماما څخه مننه کوو.

سحر ګله اوه میاشتې مخکي واده شوه . د بغلان د ولایت د پولیسو د قوماندان نطاق جواد بشارت وویل چې د سحرګلې د میړه د گرفتارۍ امر صادر شویدی. هغه په افغان پوځ کې خدمت کوي.

ښاغلي صدیقی وویل چې د رپوټونو له قراره د هغې خواښې او د خسرگنی نورغړي په دغه پیښه کی چې ده جنایی فعالیتونه وبلل ، لاس لري او وېویل چې شراب خرڅول او فاحشا جنایي اعمال دي.

په بغلان کې د ښځود چاروریسه رحیمه ظریفي وویل چې د ولسمشر کرزي په امر یو کمسیون جوړ شویدی چه ددی پیښی پلټنه وکړي.

XS
SM
MD
LG