د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د نجونو د کرکټ ټورنمنټ


کابل کې د نجونو د کرکټ ټورنمنټ
کابل کې د نجونو د کرکټ ټورنمنټ

په کابل کې لومړي‌ ځل لپاره د انجونو ترمنځ د کرکټ‌ سیالیو ټورنمنټ‌ ترسره شو.

په دغو سیالیو کې شپږو لوبډلو ګډون کړی وو چې د بارکزي د انجونو د لوبډلې په ګټه پای ته ورسیدې.

دا لومړی ځل وو چې په کابل کې د انجونو ترمنځ د کرکټ سیالیو ټورنمنټ ترسره شو.

په پای لوبه کې د بارکزي‌ او شهید داواد خان لوبډلو لوبه پېل کړه چې د بارکزي کرکټ کلب د پچې په ګټلو سره په ۱۰ اورنو کې ۱۵۸ منډې وکړي. د بارکزي ښځینه کرکټ کلب په توپوهنه کې روبینې ۷۲ او برېښنا ۸۵ منډې وکړي.

د سردار شهید داود خان لیسې کرکټ لوبډلې ونتوانیدله چې بارکزۍ لوبډلې ته ټاکلی هدف پوره کړي او د ۸ لوبغاړو په سوځیدلو یې ۸۱ منډې وکړي

مریم، لوبغاړې: "زموږ استادانو موږ سره ډیر زحمت ایستلی او زه فکر کوم چې د انجونو کرکټ به ډیر پرمختګ وکړي"

اوس مهال افغانستان د کرکټ له نړیوالې شورا سره په دویمه درجه کې دی چې د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د انجونو د لوبډلې شتون یو اصل بلل کیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ‌ وايي چې دوی به د ښوونځیو د لوبډلو څخه د انجونو ملي لوبډله وټاکي.

د انجونو د کرکټ‌ د برخې مسولې دیانا بارکزۍ په هکله داسې وویل

زه ډیره خوښه یم چې زما شاګران په دغه تورنمنت کې وهڅول شول.

دغه راز ټورنمنټونه انجونو لپاره ډیر ښه دي په تیر هغه انجونې چې له کرکت سره مینه لري.

په دغه ټورنمنټ کې انجونو هغه څه زده کړل چې په تمرینونو کې نه وو زده.

ټاکل شوې چې د انجونو د کرکټ ملي‌ لوبډله په نږدې راتلونکې کې په آسیايي سیالیو کې چې په کویټ کې ترسره کیږي‌ ګډون وکړي.

د افغانستان کرکټ‌ بورډ‌ نږدې پنځه میاشتې وړاندې د انجونو د کرکټ د ملي‌ لوبډلې جوړولو لپاره د ښوونځیو ترمنځ تمریني‌لوبې پیل کړې او کومې انجونې چې په دغه ټورنمنټ کې ښې ځلیدلي‌ د ملي‌ لوبډلې غړیتوب به ترلاسه کړي‌.

XS
SM
MD
LG