د لاس رسي وړ اتصالات

ارگ: د طالبانو د کویټې شورا ځني غړي سولې خبرو ته لیواله دي


د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې د طالبانو ځینو چارواکو د بین الافغاني خبرو سره لیوالتیا ښودلې ده
د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې د طالبانو ځینو چارواکو د بین الافغاني خبرو سره لیوالتیا ښودلې ده

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب سره د سولې د هوکړې د لاسلیک وروسته د طالبانو د کویټې شورا ځینو غړو افغان حکومت سره سولې خبرو ته لیوالتیا ښودلې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال، امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د طالبانو کومو لوړپوړو چارواکو چې افغان حکومت سره اړیکې نیولي، هغوی غواړي چې د بین الافغاني خبرو په چوکاټ کې د سولې بهیر سره یوځای شي.

که څه هم د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال د دغو چارواکو د نومونو او شمیر په اړه د معلومات د ورکولو ډډه وکړه، خو ټینګار یې وکړ چې د طالبانو په مشرتابه کې ځني شخصیتونه سولې بهیر سره یوځای کیدو ته لیوالتیا ښودلې ده.

تر اوسه د افغان حکومت او د طالبانو د چارواکو ترمنځ د تماسونو په اړه ډیر جزئیات نشته خو اوړمه ورځ هم د افغانستان په حکومت کې دننه یوې سرچینې امریکا غږ سره په خبرو کې د طالبانو سره د تماسونو ادعا کړې وه.

د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د خبرو په باب په رسنیو کې تازه رپوټونه د برتانوي ګارډین ورځپاڼې د رپوټ وروسته خپاره شوي دي.

ګارډین په یو رپوټ کې ویلي چې تیره او روانه عیسوي میاشت د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ دوه ځله په قطر کې خبرې شوي دي.

طالبانو د ګارډین ورځپاڼې رپوټ بې اساسه بللی دی.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې ویلي چې د سولې د خبرو په اړه د دغې ډلې په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی "موږ د لیدو کتو او خبرو دا ډول راپورونه ردوو، داسلامي امارت استازو نه له معصوم ستانکزي اونه هم د کابل ادارې له کوم بل چارواکي سره لیدلي، د مذاکراتو په اړه د اسلامي امارت په موقف کې کوم تغیر ندی راغلی ، په دې اړه زموږ پالیسي ډيره روښانه ده".

د افغانستان د چارو یو کارپوه وحیده مژده د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل په باب خپاره شوو رپوټونو ته د سوړ جنګ نوم ورکړاو په اړه یې امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا د طالبانو ترمنځ د بې باورۍ د رامنځ ته کولو یوه هڅه ده.

ښاغلي مژده وویل "هڅه داده چې که وکړای شي له دې لارې طالبانو ته ستونزې راولاړې کړي، البته دا په بشپړه توګه طبعي خبره ده او د نظامي جکړې د یوې برخې په توګه سړه جګړه ده. د همدې له امله دا ډول څرګندونې کیږي خو حقیقت نه لري".

وحید مژده وايي، چې په اوس وخت کې د طالبانو ټینګار په جګړه دی او د لویو ښارونو د نیولو لپاره جګړه کوي.

ښاغلی مژده وایي، طالبان په اوس وخت کې خبرو ته چمتو نه دي.

د افغانستان د چارو دا کارپوه وایي، چې طالبانو د خبرو ټول واک په قطر کې د دغې ډلې سیاسي دفتر ته ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG