د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان څخه افغانستان ته د داعشیانو د ورتګ د مخنیوي غوښتنه


د افغانستان، پاکستان او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاټړ غونډې په هرو دریو میاشتو کې یو ځل کیږي
د افغانستان، پاکستان او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاټړ غونډې په هرو دریو میاشتو کې یو ځل کیږي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د پاکستان له پوځ یې له دغه هیواد څخه افغانستان ته د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو د ننوتلو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت له خوا تیرشپه ناوخته په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د سه شنبې په ورځ د افغانستان، پاکستان او د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت د پوځي چارواکو ترمنځ د خبرو وروسته د افغانستان او پاکستان پوځ د اوپراسیون رئیسانو د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې په پرتو ستونزو هم خبرې کړي او د ستونزو د هوارلو لپاره یې د همغږۍ د مرکزونو او یا هم د دواړو هیوادونو د اوپراسیون د ریاستونو ترمنځ د مخامخ تیلیفوني اړیکو د نیولو غوښتنه کړې ده.

د دفاع وزارت ویلي چې "په دې غونډه کې د افغانستان د اوپراسیون رئیس د پاکستان له لوري د افغانستان په خاوره د بې موجبه انداختونو او د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې د پوځي تاسیساتو جوړول، چې د افغانستان دولت سره د مشورې پرته جوړیږي خپلې اندیښنې پاکستاني لوري ته څرگندې کړې".

د دفاع وزارت وایي د پاکستان، افغانستان او د ناټو په مشرۍ د قاطع ماموریت د جنرالانو ګډې غونډې ته د افغانستان د دفاع وزارت د اوپراسیون رئیس جنرال حبیب حصاري د افغانستان په ختیځ کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو پر وړاندې د افغان پوځ د روانو عملیاتو په باب هم پاکستاني پلاوي ته معلومات ورکړل اوله خپل پاکستاني سیال یې وغوښتل چې د افغانستان خاورې ته دې د پاکستان څخه د داعش د وسله والو د ورتګ مخه ونیسي او پرې نږدې چې دا ډله افغانانو ته ستونزې راولاړې کړي.

دا بیان وایي، چې افغانستان داعش پر وړاندې د پاکستان د پوځ لخوا د ورته عملیاتو غوښتنه هم کړې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې افغان لوري پاکستاني چارواکو ته ویلي، چې په اوس وخت کې په افغانستان کې د داعش چارې د لشکرطیبه د ډلې د پخواني مشر حافظ سعید له خوا تنظمیږي.

د افغانستان، پاکستان او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاټړ غونډې په دریو میاشتو کې یو ځل ترسره کیږي چې په نوبتي توګه یې درې خواوې کوربه توب کوي.

د کابل د سه شنبې د ورځې غوڼده د افغانستان د دفاع وزارت په کوربتوب جوړه شوې وه.

د افغانستان، پاکستان او ناټو ترمنځ دغسې غونډې له ۲۰۰۵ کال راهیسې تر سره کیږي.

XS
SM
MD
LG