د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته د متحده عربي اماراتو سرتیرو تګ سره موافقه شوې


اوس مهال د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې دیارلس زره بهرني سرتیري په دنده بوخت دي.
اوس مهال د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې دیارلس زره بهرني سرتیري په دنده بوخت دي.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ملي امنیت د شورا د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د متحدو عربي اماراتو د سرتیرو د ګډون وړاندیز منلی دی.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د تیرې ورځې (غبرګولی ۱۵ مې) په غونډه کې د متحده عربي اماراتو وړاندیز، چې له مخې یې د دغه هېواد ځانګړي ځواکونه د سوفا موافقتنامې سند سره سم د قاطع ماموریت په چوکاټ کې د ښوونې، مشورې او ملاتړ په خاطر افغانستان ته لیږل کېږي، له ارزونې وروسته تائید کړی دی.

تراوسه د متحده عربي اماراتو حکومت افغانستان ته د خپلو سرتیرو د لیږلو په اړه څه نه دي ویلي.

تیرکال د نوامبر په میاشت کې د بیلجیم په پایتخت بروکسل کې د ناټو د دفاع د وزیرانو په غونډه کې د ناټو عمومي منشي د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ د متحده عربي اماراتو او د قطر د سرتیرو د برخې اخیستلو اعلان کړی وو.

تراوسه لا افغانستان ته د متحده عربي اماراتو د سرتیرو د لیږد د نیټې او شمیر په اړه معلومات نشته دی.

تیره اونۍ په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جان نیکولسن له کابل څخه په واشنګټن کې خبریالانو سره د یو ویډیو کنفرانس له لارې د خبرو پر مهال افغانستان ته د دغو دوو هیوادونو د سرتیرو د ورتګ خبر ورکړی وو.

اوس مهال د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د ۳۹ هیوادونو ۱۳۰۰۰ سرتیري په دنده بوخت دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د متحده عربي اماراتو سرتیري په افغانستان کې په ماموریت ګمارل کیږي، د دغه هیواد ځانګړو ځواکونو د نړیوالو مرستندویه ځواکونو ایساف په ماموریت کې هم د هلمند په ولایت کې دنده سرته رسولې ده.

د ایساف ماموریت ۲۰۱۴ میلادي کال په وروستیو کې پای ته ورسید، چې ورسره د نړیوالو ځواکونو جګړیز ماموریت هم پای ته ورسید او پرځای یې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت کار پیل کړ، چې تر ډیره افغان ځواکونو ته د روزنې، سلامشورې او ملاتړ په برخو کې کارکوي .

تر اوسه لا افغانستان ته د قطر د سرتیرو د استولو په اړه معلومات نشته دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د قطر په اړه د افغان حکومت د دریځ د معلومولو په باب د امریکا غږ اشنا راډیو پوښتنې ته ځواب ورنه کړ او دومره يې وویل، چې د سه شنبې د ورځې غوڼده کې یوازې د متحده عربي اماراتو د ځواکونو په مسله خبرې شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له ماتې وروسته د نړیوالو ځواکونو په ائتلاف کې د نورو هیوادونو د ګډون ترڅنګ د دریو اسلامي هیوادونو د اردن، متحده عربي اماراتو او ترکیې ځواکونو هم ونډه لرله.

د ترکیې ځواکونه اوس هم د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په فعالیت بوخت دي.

XS
SM
MD
LG