د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت بهرنیو توکو د قاچاق مخنیوي لپاره پنځه مرکزونه جوړوي


افغانستان دپاکستان او ایران سره اوږد سرحد لري، چې دغو هیوادونو ترمنځ د رسمي سوداګرۍ سربیره د قاچاقي لارو هم راکړه ورکړه کیږي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د چهارشنبې په ماښام ( غبرګولي اوله) د صنعتکارانو د ټولنې استازو سره په یوه ناسته کې وویل، چې د داخلي تولیداتو د ملاتړ لپاره په پام کې لري، چې افغانستان ته د بهرنیو توکو د قاچاق د مخنیوي خاطر په مختلفو ولایتونو کې پنځه مرکزونه جوړ کړي.

جمهور رئیس غني په دې برخه کې د سوداګرو او پانګوالو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي غني وویل " زما غوښتنه له تاسې څخه دا ده چې دولت خپل شریک وګڼئ او زموږ کار باید هدفمند وي".

په ارګ کې د روژه ماتې دغه میلمستیا د افغان صنعتکارانو د ستونزو د اوریدلو او د حل د لارو د موندلو په موخه جوړه شوې وه.

د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې رئیس شیرباز کمین زاده امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل،چې د افغانستان داخلي تولیدات د ایران او پاکستان څخه دغه هیواد ته د قاچاقي توکو د واردولو تر ډیر فشار لاندې دي.

ښاغلي کمین زاده وویل" دغو قاچاقي توکو واقعآ زمونږ د داخلي تولیداتو بازار خراب کړی، اسعار د دوی ډیر راټیټ شوي او بل طرف ته ایران د بندیزونو لاندې دی. دوی دا مالونه راوړي او زمونږ تولیدات ترسخت فشار لاندې دي".

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې د رئیس د وینا له مخې له ایران څخه اکثره قاچاقي مالونه د هرات د اسلام قلعه، د فراه او د نیمروز ولایتونو له لارې او د پاکستان څخه د خوست، پکتیا ولایتونو له لارې افغانستان ته راوړل کیږي.

د صنعتکارانو ټولنې د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې درې زره دوه سوه فابریکې په ۳۵ سکټورونو کې تولیدات کوي، چې په ځینو برخو کې د هیواد داخلي اړتیاوي پوره کولی شي.

دا ټولنه وايي، تیرکال یې د اوړم کال پرتله اوه فیصده تولیدات پورته تللي وو.

افغان صنعتکاران د نورو ستونزو سربیره د امنیتي ستونزو سره هم مخ دي.

افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د چارواکو د وینا له مخې په تیر یوکال کې شاوخوا ۱۸۰۰ افغان سوداګرو او پانګه والو د امنیتي اندیښنو له امله خپله پانګه ترکیې او ازبکستان ته لیږدولې ده.

د دغې ټولنې مرستیال خان جان الکوزی دغو دوو هیوادونو ته د لیږدول شوې پانګې اندازه شاوخوا شپږ سوه میلیونه ډالره اټکل کوي.

XS
SM
MD
LG