د لاس رسي وړ اتصالات

ګروسمن: افغان حکومت د سولې په خبرو کې نه منزوي کېږي


ګروسمن: افغان حکومت د سولې په خبرو کې نه منزوي کېږي
ګروسمن: افغان حکومت د سولې په خبرو کې نه منزوي کېږي

د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ریپوټ ورکوي چې نن د یکشنبې په ورځ د امریکا یو لوړ رتبه ډیپلومات وویل چې طالبان باید د ترهګرو سره خپلې اړیکې ختمې کړي او د سولې د هلو ځلو نه ملاتړ وکړي ترڅو په قطر کې خپل سیاسي دفتر پرانیزي.

د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا خاص استاځي مارک ګروسمن په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانیستلو دپاره د چټک کار غوښتنه وکړه چې دا د افغانستان د لس کلنې جګړې د پای ته رسولو دپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

دغه موضوع هغې پېچلتیا او مغلقیا ته اشاره کوي چې د ۲۰۱۴ کال د ټاکل شوې نیټې نه مخکي د جګړې د پای ته رسولو پر وړاندې پرته ده. په عامه طالبانو د سولې د هلو ځلو سره هیڅ دلچسپي نه ده ښودلې .

بلي خوا ته امریکا بیا په واري واري ویلي دي چې د سولې د خبرو مشري باید د افغانانو په لاس کې وي خو د افغانستان حکومت اندېښنه لري چې د مزاکراتو د بهیر نه منزوي کېږي.

د افغانستان او پاکستان د پاره د امریکا خاص استاځي ګروسمن د افغانستان د باندنیو چارو د مرستیال وزیر جاوید لودین سره نن په کابل کې خبریالانو ته خبري کولې.

ښاغلي ګروسمن وویل چې د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانیستلو دپاره په کار ده چې افغان حکومت او قطر مستقیمې خبري وکړي او به قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو دپاره طالبانو ته په کار ده چې د سولې د بهیر نه ملاتړ وکړي او د نړیوالې ترهګرۍ سره اړیکې وشکوي ترڅو په افغانستان کې وسله واله شخړه له منځه ولاړه شي.

ګروسمن چې په کابل کې د افغانستان د باندنیو چارو په و زارت کې نن ماښام خبري کولې ولسمشر حامد کرزي ته یې ډاډ ورکړ چې د هغه حکومت د خبرو په بهیر کې منزوي کېږي نه بلکې یواځي افغانان دي چې کولای شي د خپل هیواد د راتلونکې په هکله پریکړه وکړي.

مخکي له دینه چې افغانستان ته راشي ښاغلی ګروسمن ترکیې، عربي اماراتو او هند ته سفر وکړ او غوښتل یې چې پاکستان ته هم ولاړ شي خو هغه وویل چې پاکستاني چارواکو نه غوښتل چې د هغه سره وګوري ځکه هغوي د واشنګټن سره خپل پر دوو اړخیزو اړیکو باندي د سره کتنه کوي.

د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته له هغه نه خړې پړې شوي چې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په پټو عملیاتو کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شواو بیا په دې ورستیو کې د ناټو په هوايي بمبارۍ کې د پاکستان په سرحدي سیمو کې ددغه هیواد ۲۴ سرتیري ووژل شول.

پاکستان چیري چې ویل کېږي د افغان حکومت د مخالفینو زیات شمیر مشران په کښي اوسېږي د احتجاج په ډول یې د ناټو د کاروانونو پر وړاندې لاره وتړله.

دواړو ګروسمن او جاوید لودین وویل چې د طالبانو سره د سولې په خبرو کې پاکستان مهم رول لري.

XS
SM
MD
LG