د لاس رسي وړ اتصالات

ژمي کې افغانستان کې خلکو ته د بیړنیو مرستو رسولو لپاره چمتوالی


هرکال په ژمي کې په افغانستان کې په هغو ولایتونو کې چې واورې یې لارې بندوي، خوړو ته د خلکو اړتیا زیاتیږي.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي اداره وايي په راروان ژمي کې د احتمالي طبیعي پیښو د مصیبت ځپلو سره د مرستې لپاره یې ۱۹۰ میلیونه افغانۍ بیلې کړي دي.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې د اطلاعاتو مشر حشمت خان بهادري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې اوسمهال د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته نغدې پیسې او خوراکي توکي رسول شوي دي.

ښاغلي بهادري وویل " مونږ ۱۸۹ میلیونه او ۹۰۶ زره افغانۍ ولایتونو ته استولي، نږدې اوه زره او ۷۰۴ کورنیو ته خواړه او د کورنیو د اړتیا وړ توکي هم چمتو شوي دي".

ښاغلی بهادري وایي چې ټاکل شوې د چین له خوا افغان حکومت سره څلور زره او دوه سوه دوڅلویښت ټنه وریجې چې تراوسه یې ۵۰۲ ټنه کابل ته رسیدلي هم ولایتونو ته ولیږدول شي.

په ورته وخت کې افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو دفتر " اوچا" د نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د هغو سیمو اوسیدونکو ته دې په ژمي کې واورې یې لارې بندوي د واورو د اورښت وړاندې خپلې بشري مرستې ورسوي.

" اوچا" د سه شنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې د هوا د سړیدو سربیره د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو له خوا یو شمیر سیمو ته د لارو بندول هم اړو خلکو ته د مرستو د رسولو کار د خنډ سره مخ کړی دی.

هر کال په افغانستان کې د ژمي په موسم کې د واورو د اورښت او د واورو د ښویدو له امله د یو شمیر ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو ترمنځ لارې بندیږي، چې ورسره په دغو سیمو کې اړو خلکو ته د مرستو رسولو چارې هم د ستونزو سره مخ کیږي.

په افغانستان کې د طبیعي پیښو سربیره د جنګ جګړو له امله هم په سلګونو زره خلک له خپلو مینو بې ځایه شوي دي.

د افغان حکومت د رپوټ له مخې یوازې سږکال تر درې سوو زرو پورې خلک له خپلو مینو بې ځایه شوي چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG