د لاس رسي وړ اتصالات

بلخي: پاکستان په ژمي کې د افغان مهاجرینو ستنیدل نه غواړي


افغان حکومت وایي په تیرو څلورو میاشتو کې له پاکستان څخه تر څلور سوه زرو پورې افغانان خپل وطن ته راستانه شوي دي.
افغان حکومت وایي په تیرو څلورو میاشتو کې له پاکستان څخه تر څلور سوه زرو پورې افغانان خپل وطن ته راستانه شوي دي.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايی، پاکستان د ژمي په موسم کې له دغه هیواد څخه وطن ته د افغان مهاجرینو د ستنیدلو د بهیر ځنډیدل غواړي.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي، د شنبې په ورځ په کابل کې د ۳۴ ولایتونو د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د رئیسانو یو درې ورځني کنفرانس ته د وینا په وخت وویل، چې پاکستان تیره اونۍ په ژنیو کې په یوه غونډه کې د ژمي په موسم کې له دغه هیواد څخه د افغان مهاجرینو د بهیر د ځنډیدلو په اړه خپله پریکړه افغان لورې ته رسولې چې افغانستان بیا په دې هکله د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمشنرۍ یو این ایچ سي ار په ګډون د یوې درې اړخیزې غونډې د جوړیدلو وړاندیز کړی دی.

عالمي بلخي هیله وښوده چې دا درې اړخیزه غونډه به د نوامبر د میاشتې په اوږدو کې جوړه شي.

ښاغلي بلخي وویل "ټاکل شوې چې ژر یوه درې اړخیزه غونډه له پاکستان سره ولرو، چې هلته به وروستۍ پریکړې وکړو، فعلآ پاکستانیانو یواخیزه پریکړه کړې ده، د ۲۰۱۷ کال د مارچ تر وروستیو یې د مهاجرت د کارت لرونکو د اوسیدانی موده اوږده کړې او هغوی ته چې د اوسیدانی اسناد نه لري د بلې عیسوي میاشتې پنځلسمې پورې وخت ورکړی دی، زمونږ خبره دا وه چې باید سره کښینو د افغانستان حالات په پام کې ونیسو او حالاتو ته په کتو پریکړه وکړو ".

سید حسین عالمي بلخي، وویل چې افغانستان لومړی غواړي چې د هغو افغانانو د اوسیدانی ڼیټه وغځول شي چې په پاکستان کې د اوسیدانی اسناد لري، بیا هغوی چې د اوسیدانی اسناد نه لري غم یې وخوړل شي.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزیرد پاکستان دا پریکړه د دغه هیواد د هغې غوښتنې پر خلاف وبلله چې له پاکستان څخه یې د افغان مهاجرینو وتلو باندې ټینګار کوه.

ښاغلي بلخي وویل " مونږ په څلوراړخیزه غونډه کې چې همدا څو ورځې وړاندې د اکتوبر پر اومه په ژنیو کې لرله، د پاکستان وړاندیز دا وو چې په ژمي کې مونږ د مهاجرینو ستنیدل بندوو، یعنی د هغه څه پر خلاف چې تل یې ټینګار دا وو چې مهاجرین باید لاړ شي، اوس چې مهاجرین راروان دي، مونږ سږکال تراوسه له پاکستان څخه څلورسوه زره راستانه شوي کسان لرو، زما اټکل دا دی جې د کال ترپایه به دا شمیر شپږ سوه زره او یا هم اوه سوه زرو ته ورسیږي. هغوی ویل ستنیدل بس دي ژمی یې بندو پسرلی یې بیا پیلوو، مونږ ورته وویل ښه خبره ده، یو این ایچ سي ار باندې هم دې مسلې یو څه فشار راوړی او وایي چې دا پیسې چې هره ورځ یې ستنیدونکو ته ورکوي ورته مشکل دی".

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزیر وویل، چې هرهغه افغان چې په پاکستان کې د اوسیدانی کارت ورلري یو این ایچ سي ار ورته لارې د کرایې سربیره ۳۸۰ ډالره ورکوي او هغه افغانان چې په دغه هیواد کې د اوسیدانی اسناد نلري، هغوی ته د هماجرت نړیواله اداره آی او ایم یوازې د هغوی شل فیصده مصرف ورکوي.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په پاکستان کې او س هم تر یو میلیون افغانان چې د اوسیدانی اسناد لري اوسیږي او په همدومره شمیر نور چې د اوسیدانی اسناد نه لري دیره دي.

افغانستان ته له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د ستنیدلو لړۍ په داسې حال کې چټکه شوې چې ملګري ملتونه وایي چې همدا سږکال په دغه هیواد کې تر ۲۵۰ زرو پورې افغانان په خپل هیواد کې له یو ځای څخه بل ځای ته بې ځایه شوي دي.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمشنرۍ ویاند نادر فرهاد د افغانستان اوسني وضعیت ته په پاملرنې وایي چې اټکل یې دا دی چې د روان عیسوي کال ترپایه به په افغانستان کې د بې ځایه شوو او راستندیدونکو افغانانو شمیر له یو میلیون څخه واوړي.

ښاغلي فرهاد په کابل کې خبریالانو ته وویل " په دې کې شک نشته چې په روان کال کې مونږ یو میلیون کسان د حرکت په حال کې وینو که دا هغوی وي چې بې ځایه شوی او که له مهاجرت راستنیږي، عملآ ۲۵۰ زره افغانانود مرستو ترلاسه کولو سره وطن ته راستانه شوي دي، ممکن همدومره شمیر هغه افغانان وي چې له پاکستان څخه د مرستې پرته راستانه شوي وي ".

نادر فرهاد وایي، نړیواله ټولنه او افغان حکومت دغو افغانانو سره د مرستې لپاره چمتوالی نیسي، خو هغه وایي چې هم بې ځایه شوي او هم راستنیدونکي افغانان به سخت ژمی په مخ کې ولري.

XS
SM
MD
LG