د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د انساني قاچاق د معلوماتي بانک مدیریت پیل کړ


د راپورونو له مخې په ۲۰۱۵ کال کې له دوو سوو زرو زیات افغانان په غیر قانوني ډول اروپایي هیوادونو ته تللي وو.
د راپورونو له مخې په ۲۰۱۵ کال کې له دوو سوو زرو زیات افغانان په غیر قانوني ډول اروپایي هیوادونو ته تللي وو.

د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، چې د مهارجرت نړیوالې ادارې " آی او ایم" په افغانستان کې د انساني قاچاق او د مهاجرینو د قاچاق په اړه د راټولو شوو معلوماتو انلاین بانک مدیریت دا اونۍ دغه وزارت ته سپارلی دی.

د " بیرته ستنیدو ملي میکانیزم" په نوم دغه بانک د روان ۱۳۹۷ لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په ۲۵ مه په کابل کې په فعالیت پیل کړی وو.

د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، د دغه معلوماتي بانک د جوړیدو هدف د انساني قاچاق او د مهاجرینو د قاچاق د قربانیانو څخه د ملاتړ او د انساني قاچاق سره د مبارزې په عالي کمیسیون کې د غړو ادارو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالی دی.

د عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې د عدلیې د وزیر عبدالبصیر انور له قوله ویلي، چې دا معلوماتي بانک به ددغه وزارت سره په افغانستان کې د انساني قاچاق د وضعیت په ارزولو کې مرسته وکړي او د دقیقو شمیرنو پر اساس به يې پر وړاندې اقدام کولو ته چمتو کړي.

په افغانستان کې د انساني قاچاق د قربانیانو د شمیر په هکله دقیق معلومات نشته دی، خو د دغه هیواد د مهاجرینو او ستندیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې هرکال په زرګونو افغانان په شتمنو لودیځو هیوادونو کې د ښه ژوند په لټه ځانونه د انساني قاچاقبرانو ډلو ته سپاري او بیا قاچاقبران افغان پناه اخیستوونکي په غیر قانوني ډول په ډیر سختو لارو اروپايي هیوادونو ته رسوي.

که څه هم په وروستیو کلونو کې اروپايي هیوادونو ته د افغانانو د مهاجرت لړۍ يو څه ورو شوې.

په لودیځو هیوادونو کې د مهاجرت د قوانینو بدلیدل هم دغو هیوادونو ته په غیر قانوني ډول د تلوونکو افغانانو د شمیر د کمیدو د یو علت په توګه ښودل کیږي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د رپوټ له مخې په ۲۰۱۵ کال کې له دوو سوو زرو څخه زیات افغان پناه اخیستوونکي اروپايي هیوادونو ته په ځانګړي ډول جرمني ته رسیدلي وو.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې اوس مهال ۶.۵ میلیونه افغانان د ایران او پاکستان په ګډون د نړۍ په شاوخوا څلویښت هیوادونو کې د مهاجرت ورځې شپې تیروي.

په افغانستان کې د " آی او ایم" د ادارې د وینا له مخې همدا اوس د انساني قاچاق او د مهاجرو د قاچاق انلاین معلوماتي د بانک څانګې په ننګرهار، بلخ، تخار، کندهار، نیمروز، خوست، هرات، فراه او بدخشان کې فعالې دي.

دغې ادارې د دغه بانک لپاره د معلوماتو د راټولولو او په بانک کې د خوندي ساتلو لپاره په دغو ولایتونو کې د افغان حکومت لپاره مامورین هم روزلي دي.

د انساني قاچاق او د مهاجرو د قاچاق په اړه د معلوماتو د راټولولو د دغه معلوماتي بانک د جوړولو پیسې د امریکا متحده ایالاتو له خوا برابرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG