د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د اوباما پریکړه ستایلې ده


جمهوررئیس اوباما د چهارشنبې په ورځ د خپلې کاري دورې تر پایه په افغانستان کې د ۸۴۰۰ عسکرو د پاتې کیدو پریکړه وکړه.
جمهوررئیس اوباما د چهارشنبې په ورځ د خپلې کاري دورې تر پایه په افغانستان کې د ۸۴۰۰ عسکرو د پاتې کیدو پریکړه وکړه.

د افغانستان جمهوري ریاست ویاند محمد هارون چخانسوري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې جمهوررئیس محمد اشرف غني امریکا په افغانستان کې د تروریزم پر وړاندې په مبارزه کې د خپل یو باوري شریکباڼي په توګه پیژني.

ښاغلي چخانسوري وویل " د افغان دولت په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د مودې د تمدید په هکله د متحده ایالاتو د جمهوررئیس د تصمیم هرکلی کوي.".

د ارګ له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې هم د جمهوررئیس محمد اشرف غني له خولې ویل شوي چې د افغانستان جمهوررئیس د نړیوال اعتمادي شریکباڼي په توګه له ترهګري سره د مبارزې، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د تخنیکي او امنیتي همکاریو په برخو کې د امریکامتحده ایالاتو د عسکرو رول مهم بولي.

د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د پاتې کیدو په هکله خپل یو ناڅاپي تصمیم د اعلان پر وخت وویل چې امریکایي عسکربه په افغانستان کې افغان ځواکونو ته د زده کړو تر څنگ د ترهگرۍ پر ضد په مبارزه کې هم برخه واخلي.

اوس مهال په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکایي عسکر د ناټو د قاطع ملاتړ په ماموریت کې بوخت دي. د امریکا د جمهوررئیس مخکنۍ طرحې له مخې ټاکل شوی وه چې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمیر د روان کال تر پایه ٥٥٠٠ تنو ته راټیټ شي او ددې شمیر څخه د ٢٠١٧ کال ترپایه یواځې یو لږ شمیر سرتیري هغه هم په افغانستان کې د امریکا د سفارت د ساتنې په مقصد پاته شي.

د افغان حکومت سربیره یو شمیر عامو افغانانو امریکا غږ سره په خبرو کې هم په افغانستان کې افغان حکومت د وسله والو مخالفانو د جګړو شدت ته په پاملرنې هرکلی کړی، خو د افغان حکومت او امریکا دپوځ څخه یې غوښتي دي چې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې جګړه په هماهنګۍ سره پرمخ یوسي.

د کابل د ښاریو اوسیدونکي ضیاالرحمان امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د بهرنیو ځواکونو پاتې کیدل باید د افغان ځواکونو د پیاوړي کیدو لپاره اوسي، ترڅو په راتلوونکي کې بهرنیو ځواکونو ته اړتیا پیدا نه شي.

ښاغلي ضیالرحمان وویل " په اوس وخت کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کیدل یوه ښه خبره ده، خو په اوږد مهال کې د امنیت د ساتلولپاره باید د افغان ځواکونو پیاوړي کیدو ته پاملرنه وشي، ترڅو بهرنیو ځواکونو ته اړتیا له منځه لاړه شي او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي".

د افغانستان د چارو کارپوهان هم د پولینډ په پایتخت وارسا کې د ناټو د سرمشریزې وړاندې د جمهوررئیس اوباما پریکړه د سیاسي پلوه هم مهمه ګڼي او وایي چې دا پریکړه د ناټو په سرمشریزه کې د افغانستان په سر د خبرو پر وخت د دغې ټولنې نو رغړي هیوادونه هم افغان امنیتي ځواکونو سره ملاتړ برابرولو ته هڅولی شي.

XS
SM
MD
LG