د ننګرهار پخوانی والي وايي ولایتي حکومتي ادارې واکمنو والیانو ته سخته اړتیا لري.
حاجي دین محمد، د ننګرهار پخوانی والي او په تېرو ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني یو ملاتړی وايي د ملي یووالي حکومت مشران باید ژر تر ژره د هېواد ۳۴ ولایتونو لپاره والیان وټاکي. ښاغلی دین محمد وايي چې د والیانو ټاکنه باید د کابېنې په څېر ډیر وخت ونه نیسي.