د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د ستنیدلو لړۍ پیل شوه


د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت وايي، چې په سعودي عربستان کې د حج د فریضې د ادا کولو وروسته وطن ته د افغان حاجیانو د ستنیدلو لړۍ پیل شوه.

د دغه وزارت له خوا رسنیو ته په استولي پیغام کې ویل شوي چې د افغان حاجیانو په لومړۍ جوپه کې ۷۰۰ حاجیان په دوو پروازونو کې د پنجشنبې په ورځ جولاې ۱۴ (چنګاښ ۲۳) د سعودي عربستان د جدې ښار څخه کابل ته رسیدلي دي.

د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې ټاکل شوې وطن ته د افغان حاجیانو د ستنیدلو د بهیر په ترڅ کې به لومړۍ سر کې هغه شپږ زره افغان حاجیان خپل وطن ته ستانه شي چې تر ټولو دمخه سعودي عربستان ته تللي وو.

دمخه د طالبانو د حج او اوقافو وزارت ویلي وو، چې د حج د مراسمو پر مهال یو افغان د زړه د ناروغۍ له امله په سعودي عربستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

په نړۍ کې د کروناویروس له امله د دوه کلن ځنډ وروسته سعودي عربستان سږ کال د نورو اسلامي هیوادونو په څیرافغانستان ته هم د تلوونکو حاجیانو سهمیه ورکړې وه خو د غه هیواد ته یې د تلوونکو حاجیانو شمیر د تیرو کلنو پرتله نږدې نیمايي ته کم کړی و.

سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد لومړنی پرواز د جون ۱۲ (غبرګولې ۲۲) د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه پیل شوی و. سږکال څه باندې ۱۳زره او ۵۰۰ افغان حاجیان سعودي عربستان ته د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره تللي وو.

د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو پر اساس په تیرو دوو کلونو کې ۸۶زره افغانانو د حج مراسمو کې د ګډون په هدف له دغه وزارت سره خپل نومونه لیکلي و. د حج او اوقافو وزارت په وینا د طالبانو حکومت سږ کال هغو کسانو ته لومړیتوب ورکړی چې مخکې یې دغه وزارت سره نومونه لیکلي و.

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د اعلان له مخې، سږ کال یو میلیون حاجیانو د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

د هغو افغانانو په لیست کې چې سږکال د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي و، د طالبانو د حکومت یو شمیر چارواکي او پخواني قوماندانان هم شامل و چې د شل کاله جګړې وروسته یې په لومړي په دې دیني مراسمو کې ګډون وکړ.

د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون د طالبانو د حکومت له سلو زیاتو چارواکو د حج په مراسمو کې ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG