د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال ۵۰زره افغانان له پاکستان نه هېواد ته ستانه شوي


ملګري ملتونه وايي تېرکال یوازې ۱۵زره افغانان له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي وو.
ملګري ملتونه وايي تېرکال یوازې ۱۵زره افغانان له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي وو.

د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو اداره وايي سږکال ٥٠ زره افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

ملګري ملتونه وايي د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو د پروګرام له لارې له ۲۰۰۲ کال راپدېخوا شاوخوا ۳۹سوه زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

تېرکال په همدغې مودې کې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې یوازې ۱۳زره افغانان افغانستان ته ستانه شوي وو.

چارواکي وايي دا مهال په پاکستان کې ۱۵۰۰زره ثبت شوي افغانان د کډوالۍ ژوند کوي، خو همدومره نور افغانان بیا له قانوني اسنادو پرته په دغه هېواد کې اوسیږي چې غیر قانوني بلل کیږي.

په اسلام اباد کې د دغې ادارې ویاند اسلم خان د امریکا غږ ډیوې د څانګې ته وویل چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې " سږکال ۵۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي؛ په دوی کې یې ۴۳فیصده شمالي ولایتونو، ۳۱ مرکزي ولایتونو او ۱۹فیصده نور یې بیا ختیځو ولایتونو ته ستانه شوي دي."

ملگري ملتونه د یادو شویو سیمو په پرتله جنوبي سیمو ته د ستانه شویو کډوالو فیصده ډېره یوازې پنځه فيصده ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو اداره وايي له افغان حکومت او پاکستاني چارواکو سره یې په درې اړخیزو غونډو په دعوه طلب ډول د افغان کډوالو پر بېرته ستنېدو خبرې کړي دي.

پاکستان د افغانستان په ګاونډ کې پروت دی چې په نړۍ کې د افغان کډوالو تر ټولو لوی کوربه بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG