د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي وايي په پاکستان کې د افغان کډوالو حالت خرابه دی


چارواکي وايي په پاکستان کې د افغان کډوالو حالت خرابه دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:22 0:00

د ملگرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې په وینا د ٢٠٠٢ کال رهیسې پنځه اعشاریه اته ملیون افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي. خو وايي په تېرو پنځو کلونو کې نا امنۍ او ټولنیزو اقتصادي مشکلاتو د کډوالو د ستنېدنې بهیر کمزوری کړی. د کډوالو د بېرته ستنېدنې په اړوند مختلفې طرحې او پلانونه وړاندې شوې، خو اساسي مسولیت افغان حکومت ته راجع کیږي چې په نژدې گاونډیو هیوادونو کې د ملیونونو افغان کډوالو د بیرته ستیندنې دپاره څه تدابیر لري. پدې اړوند مو په کابل کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزارت مالي او اداري مرستیال احمد ولي حکمي ته بلنه ورکړې.

XS
SM
MD
LG