د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د بن لادن پیدا کیدل د کابل او نوې ډهلي اندیښنې زیاتې کړیدي


په پاکستان کې د بن لادن پیدا کیدل د کابل او نوې ډهلي اندیښنې زیاتې کړیدي
په پاکستان کې د بن لادن پیدا کیدل د کابل او نوې ډهلي اندیښنې زیاتې کړیدي

د هند صدر اعظم من موهن سنګ د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته رسیدلی دی او د جمهور رییس حامد کرزي سره یې کتلي دي.

ښاغلی سنګ پداسې وخت کې افغانستان ته سفر کوي چې تیره اونۍ د پاکستان د ایبټ آباد په ښار کې د القاعده د شبکې مشر اسامه بن لادن دامریکا د خاصو قواوو لخوا پخپل کاله کې ووژل شو. په پاکستان کې د بن لادن د وژل کیدو له وجې په کابل او نوې ډهلي کې هغو اندیښنو نور هم زور اخیستی دی چې ویل کیږي پاکستان د تروریستي ډلو سره مرسته کوي.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي او د هند صدر اعظم من موهن سنګ پرون د پنجشنبې په ورځ په غونډې کې د دواړو هیوادونو تر منځ په اقتصادي اړیکو، امنیت، د تروریزم پر ضد مبارزې او د سیمې په ثبات باندې خبرې وکړلې. ښاغلي سنګ وویل چې هیواد به یې د افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکو څو کالونو کې به هند د افغانستان سره د 5 سوه میلونو ډالرو په اندازه تازه مرستې وکړي.

دواړو مشرانو وویل چې په سیمې کې د ترهګرو او تندلارو په خلاف د جګړې دوام ته ضرورت شته دی. د هند صدر اعظم په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته اوس دا فرصت برابر شویدی چې همدا شان اقدام د تروریزم پر ضد هم وشي.

"افغانستان، پاکستان او هند پدې پوهیږي چې د بن لادن وژل کیدل د دې سیمې لپاره داسې یوه بې مثاله تاریخي پیښه ده او پکار ده چې مونږ ټول په ګډه د تروریزم سره د مبارزې او له منځه وړلو لپاره مټې راونغاړو."

دا چې اسامه بن لادن د څو کالونو راپدیخوا د پاکستان پایتخت ته نږدې په یوه داسې ځای کې ژوند کاوه چې شاوخوا یې د پوځي صاحب منصبانو کورونه او پوځي چوڼۍ دي په کابل او نوي ډهلي کې یې دا شکونه نور هم زیات کړي چې اسلام آباد د هغو تروریستي ډلو سره مرسته کوي چې په هند او افغانستان باندې حملې کوي.

خو بیا هم د هند صدر اعظم من موهن سنګ وویل چې د افغانستان سره د هند همکاري پاکستان باید چې د ځان لپاره د خطر احساس ونکړي.

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي پخپل نوبت د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د بن لادن تر وژل کیدو وروسته به افغانستان نه د ناټو د عسکر وتل چټک شي او که نه داسې ځواب کړه.

" نړیواله ټولنه به په افغانستان کې پاتې وي او دلته به فعالیت کوي، یوازینی شی چې پکار ده هغوي پرې پوه شي دا چې د تروریزم پر ضد جګړه د افغانستان د ولس په کورنو کې نده. "

د هند صدر اعظم من موهن سنګ همدرانګه وویل چې هیواد یې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو ملاتړ کوي. تر څو پدې سره دغه اږده جګړه نوره پای ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG