د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د موزايکو توليد وده کړې


افغانستان کې د موزايکو توليد وده کړې
افغانستان کې د موزايکو توليد وده کړې

راحت ګل په جلال آباد کې د موزايکو د توليد کارخانې يو کارکوونکى دى. د ماشين تر خوا ولاړ دى، له خپله کاره خوښ برېښي، وايي چې دپخواپه پرتله اوس دموزايکوتوليدزيات شوى اوکارونه يې زيات شوې دي. دى وايي له تېرو څلور پنځوکلونو راپه دېخوا دموزايکو د خرڅلاو بازار دومره تود شوى چې دوی کله ناکله ورته رسېداى نه شي. دى وايي ددغه بازار يوازينى علت دې څيز د بهرنيانو پام راوښتل بولي.

راحت ګل چې له يوې خوا په خپل کاربوخت واوله بله پلوه يې له اشناراډيوميک ته څرګندونې کولې ويل يې دوي ددغوموزايک خام موادهمدلته برابروي دى وايي له خپل کاراوتوليده راضي دى .

راحت ګل وايي اوس مهال دسيمې خلک له موزايکونه پرپليولاروسربېره په ديرو،حجرواوکورونوپه ښکلاکې هم کاراخلي.

دده په وينا ددغوڅيزونوکارول نه يوازې په ښارونوکې دودشوي ،کليواوبانډوته يې هم لارموندلې .راحت ګل وايي دننګرهارولايت پرښاراوشاوخواولسواليوسربېره دغه موزايک لغمان اوکونړولايت ته هم وړل کېږي.

دى وايي اوس مهال چې دوي کوم موزايک دلته توليدوي ددوي کيفيت پرپاکستاني موزايکوښه دى، پخوابه خلکودغه موزايک دکورونولپاره له پاکستانه راوړل خوله کوم مهاله چې دوي دلته کاروبارپيل کړى نوخلکوته يې داسهولت برابرکړى چې دلته يې په کيفيت اوارزانه بيه واخلي.

افغانستان کې د موزايکو توليد وده کړې
افغانستان کې د موزايکو توليد وده کړې

دى وايي اوس مهال دښارزياتره پلې لارې دموزايکوپه بېلابېلوډولونوجوړې شوي اوښکلې شوې دي .راحت ګل وايي اوس دوي پنځه ډوله موزايک توليدوي.

دى داهم وايي چې که چېرې دولت له دوي سره دخاموموادوپه برخه کې مرسته وکړي نودوي ددې جوګه دي چې تردې هم خپل توليدزيات اوپه بيه ارزانه کړي.

اوس مهال په دغې کارخانه کې اته تنه کارکوي .دموازيکوتوليدکارخانې ورځ په ورځ زياتېږي. ددغوکارخانوکارکوونکي وايي چې که له دوي سره دتوليدپه خرڅلاواوموادوبرابرولوکې مرسته وشي نوکاروباربه يې نورهم ښه اوزيات شمېرخلک به په کې په کاروګومارل شي.

له تېروڅلورپنځوکلونوراپه دېخوا په ختيځودرې ولايتونوکې دموزايکوکارونه ؤډېره زياته شوې دسيمې خلک يې دزياتې کارونې يوازينى علت ارزانه بيه اوښکلا بولي دوي وايي کورونه ،حجرې دېرې ،پلې لارې اوسرکونه ددغوموزايکودبېلابېلوډولونوپه کارونې ښه ښکاري.

اوس په ښارونوکې دموزايکوکارونه يودود ګرځېدلى چې په ښکلاسربېره چاپېريال يې هم پاک ساتلى دى دولتي چارواکې وايي دوي هڅه کوي چې دغوتوليداتوته سهولتونه برابرکړي همدااوس مهال پرصناعتي پارک کارکېږي چې په بشپړېدوسره به يې دتوليدداډول نوروکارخانوته هم اسانتياوې اوسهولتونه برابرشي.

XS
SM
MD
LG