د افغانستان د کورنیو چارو وزیر جنرال نورالحق علومي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د پسرلني عملیاتو د پیل د اعلان په هکله د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې افغان ځواکونو د مخالفو وسلوالو د عملیاتو د پیل دمخه د هغوی په وړاندې عملیات پیل کړي دي.
جنرال علومي وویل " زمونږ توان سل چنده د هغو نه پیاوړی دی چې ادعا کوي چې د وسلو او سمبالولو له پلوه په ښه موقعیت کې یو، ما چې په ولایتونو او مرکز کې پوځي قطعې کتلي دي، کومې ذخیرې چې په مرکزونو کې په کابل کې تاسیس شوي دي باور وکړئ همدا بڼه چې زمونږ د وسلو او مهماتو ذخیرې، زمونږ محاربوي تخنیک چې دننه په مرکز او ولایتونو کې رامنځ ته شوی دی ممکن د سیمې په هیوادونو کې داسې نه اوسي".
د کورنیو چارو وزیر ادعا وکړه چې د افغان ځواکونو عزم د مخالفو وسله والو له عزم نه هم سل چنده اوچت دی.
جنرال علومي وویل " مونږ غواړو چې دلته قانون تطبیق شي هغوی چې بد نیت لري او قانون نه تطبیق کوي او ددغه هیواد د بچیانو وینې توې کوي باید پوه شي چې داسې پلانونه مو تر لاس لاندې دي چې مخکې له هغې چې هغوی زیان ورسوي، له منځه یې یوسو".
طالبانو پرون په یو بیان کې د جمعې په ورځ په افغانستان کې د عزم په نوم د خپلو نویو پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان وکړ.
طالبانو ویلي چې د نویو عملیاتو په ترڅ کې به په افغانستان کې د بهرنیانو پوځي، استخباراتي او په ډیپلوماټیکو مرکزونو بریدونه وکړي او هم به د افغان حکومت چارواکي او افغان امنیتي ځواکونو مرکزونه په نښه کړي.
د افغانستان دفاع وزارت لا دمخه د طالبانو د نویو عملیاتو پیل یوازې د هغوی د تبلغاتي جګړې یوه برخه بللې ده او ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونو لا دمخه د خپلو مخالفانو د عملیاتو لپاره لازمه تابیا نیولې ده.
داعش ره مالي مرستې
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر چې د جمهور رئیس له خوا د پکتیکا د والي عبدالکریم متین د جنجالي څرګندونو د سپناوي د کمیسیون مشري هم کوي خبریالانو ته وویل چې د ده په مشرۍ د کمیسیون پلټنې دا ښيي چې د داعش د غړو د کورنیو سره د افغانستان د ملي امنیت د شورا د مالي مرستو په باب څرګندونې ځکه سمې نه دي چې د وزیرستان نه افغانستان ته د رااوړیدلو مهاجرو کورنیو سره د شویو مرستو په وخت داعش اصلآ په افغانستان کې وجود نه درلود.
جنرال علومي وویل " کوم څه چې تراوسه روښانه شوي دي دا دي چې دا مرستې د تیرکال د اسد په میاشت کې د افغانستان مهاجرینو سره د مرستې امر ورکړ شو او ددغو مرستو د ویشلو په سر کې د حکومت د نورو ادارو د چارواکو سربیره د پکتیکا پخواني والي هم برخه لرله په هغه وخت کې نه داعش و، د پکتیکا د جناب والي صاحب ادعا هم دا ده چې په هغه وخت کې په بعضو سیمو کې چې ګویا دا مرستې ویشل شوي د دې احتمال شته چې یو شمیر هغه کسان چې اړیکې ولري له دغو مرستو به یې په یو ډول ګټه اخیستي وي ".
جنرال علومي وویل چې ددغې خبرې پرته بل څه نشته چې هغه هم تیر حکمومت پورې مربوطه مسله ده.
د پکتیکا والي عبدالکریم متین د طلوع تلویزیون سره په یوه مرکه کې د پکتیکا په ولایت کې میشتو وزیرستاني مهاجرینو سره د افغانستان د ملي امنیت د شورا له خوا د نغدو پیسو د مرستې یادونه کړې وه او ویلي وو چې دا مرستې هغو کورنیو سره شوي چې د داعش د ډلې غړیتوب لري.
د پکتیکا د والي دریځ
پخپله عبدالکریم متین نن مازیګر په کابل کې یو خبرې کنفرانس ته وویل چې د ده له څرګندونو ناسم تعبیر اخستل شوی دی.
ښاغلي متین وویل " فکر کوم زموږ ولسمشر ، ملي امنیت شورا ، زموږ بین المللي دوستانو ته او نورو دولتي اراکینو ته یو څه سرغوږي ، یو څه پریشاني پیدا شوې ده ، زموږ ملي شورا ته ، زموږ پارلمان ته.زه بخښنه غواړم چې داسی یو سر درد پیدا شو دا صرف یومثال وو ، یوه ضمني خبره وه ، ما غوښتل د پکتیکا درد نړیوالو او افغانستان دولت ته ورسوم".
د پکتیکا والي وویل ده دا ویل غوښتل چې د وزیرستان مهاجرینو سره چې کومې مرستې شوې وې ، هغه د نا سمې سروې له مخې شوې وې.
عبدالکریم متین هغه راپورونه ناسم وبلل چې ګوندې د افغانستان د ملي امنیت شورا د داعش وسله والو د کورنیو سره مرستې کړي دي.
ښاغلي متین د وزیرستان نه د پکتیکا ولایت د بهرنیو جنګلیالیو لکه د چیچنیایانو د کورنیو د ښځینه غړو ورتګ رد نه کړ ، خو په دې باب یې زیات توضیحات ورنه کړل.
عبدالکریم متین نږدې څلور میاشتې وړاندې د پکتیکا د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.
متین په هغو دریو والیانو کې شامل دی چې جمهوررئیس محمد اشرف غني د خپل اوه میاشتني حکومت په موده کې تراوسه ټاکلي دي.
د متین سربیره جمهوررئیس غني د کندوز او فراه ولایتونو لپاره هم نوي والیان ټاکلي دي.
د دغودریو والیانو پرته د افغانستان د نورو ۳۱ ولایتونو والیان د سرپرستو والیانو په توګه کارکوي.
کاري محدودیتونو د کابل او ننګرهار سرپرست والیان له خپلو دندو استفعا ته اړ کړي دي.