د لاس رسي وړ اتصالات

د کورینو چارو وزارت د کابل امنیتي دندې ازاد رقابت ته کړې


افغان پولیس

د کورنیو چارو وزارت د کابل د امنیتي حوزو د اداري مرستیالانو د بستونو سیالي اعلان کړه چې د ازاد رقابت له لارې ورته خلک ونیسي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ظاهراً په یو بیساري اقدام کې د کابل ۱۰۱ زون اړوند د پولیسو د ١٦ امنیتي حوزو د آمرینو بستونه ازداې سیالۍ ته وړاندې کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په خپل رسمي فیسبوک پاڼه کې ویلي چې ددې کار هدف "د کورنیو چارو په وزارت کې د منظم کدري سیسټم د رامنځته کول او د ادارو بنسټیز اصلاحات" دي.

پر دغو پوستونو باندې د وړو کسانو د استخدام لپاره په عمده شرطونو کې لږ تر لږه د پولیسو له اکاډمۍ څخه د لیسانس درلودل او یا د هغې نه پورته درجې په پام کې نیول کیږي.

د ملي پولیسو په لیکو کې دوه کلنه تجربه، د جرمي، جزایي او محاکماتي سوابقو نه درلودل او همداشان د جسمي او فزیکي وړتیا تر څنگ کاندیدان باید د ښه سیرت او نیک شهرت خاوندان وي.

په شرایطو کې دا هم راغلي چې "هغه کسان چې درې کاله یا تر درېیو کلونو زیات یې په کابل ښار کې د امنیتي حوزې د آمر په حیث دنده ترسره کړې وي، پدې سیالۍ کې ګډون نشي کولای."

د افغانستان حکومت تل په مهمو امنیتي پوستونو باندې د سلیقوي ټاکنو په وجه تر انتقاد لاندې و.

په کابل کې د مرگونو بریدونو وروسته د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ژمنه وکړه چې د افغانستان په امنیتي ارگانونو کې به اساسي اصلاحات رامنځ ته کړي.

XS
SM
MD
LG