د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سوداگرو له ایران سره سوداگریزې اړیکې وځنډولي


افغان سوداگرو له ایران سره سوداگریزې اړیکې وځنډولي
افغان سوداگرو له ایران سره سوداگریزې اړیکې وځنډولي

دا کار د ایران له خوا ددې هیواد او افغانستان په پوله د تیلو د ټانکرو د درولو په غندنه کې شوی دی.

د افغانستان د سوداګریزو خونو چارواکي وایي دا کار د افغانستان د خصوصي سکتور خپله پریکړه ده.

دوی پریکړه کړې چې د ایران سره به هر ډول اقتصادي اړیکې پریکوي. افغان دولت ددې پریکړو بشپر ملاتړ کوي.

وروستۍ دوه اونۍ د افغانستان بیلابیل ولایات د ایران پر ضد د مظاهرو او لاریونونو شاهدان وو.

دا لاریونونه د ایران له خوا افغانستان ته د تیلو د بهیر د بندولو او د نږدی ۱۷۰۰ ټانکرو د درولو پر ضد شوی

خو دا ځل افغان سوداګرو دا پریکړه کړې چې د ایران سره به ټولی سوداګریزې معاملې دروي. همدارنګه دې سوداګرو د هیوادوالو نه غوښتي چې وروسته له دې ایرانی توکی نه پیري.

بل خوا په کندهار کې قومي مشرانو د افغانستان دولت څخه غوښتي چې په ایران دې د هلمند سیند اوبه بندې او تجارتي اړیکې دې ورسره پرې کړي.

د کندهار ولایت د ولایتي شورای په مشرئ د سه شنبه د غرمې مخکې په یوه غونډه کې سلګونه تنه قومي مشران را ټول شوي وو او د افغانستان د دولت څخه یی په کلکه غوښتنه وکړه چی د ایران د تیلو د بندولو په غبرګون کې دې، خپلی تجارتي اړیکې او د هلمند د سیند اوبه دې بندې کړي.

احمد ولي کرزي د کندهار د ولایتي شورای رئیس غونډې ته په وینا کې وویل: "د ایران عمل د افغانستان د خلکو سره یوه ښکاره دښمني ده، نه د ناټو سره، ناټو دومره امکانات لري چې خپل ټانک او طیارې د ډالرو په زور چالان کړي، مونږ دغه عمل غندو او خواهش ترې کوو چې ددې عمل څخه لاس واخلي زمونږ تانکران او تیل را ایله کړي".

د کرزي په وینا، که د ایران عمل ادامه ومومي دوی به د خپل دولت څخه غواړو چې په ایران باندې د هلمند اوبه بندې کړي.

په غونډه کې نورو قومي مشرانو هم پر ایران باندې د هلمند د اوبو د بندولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سوداګریزو خونو د عامل هیات رییس قربان حقجو وایي افغان دولت یوه اونی دمخه دا اعلان کړی وو چې که د ایران دولت د تیلو تانکرو ته د راتګ اجازه ور نکړي نو افغان سوداګر به له دې هیواد سره تجارتي اړیکې وشلوي.

افغان چارواکي وایي دا کار نه یوازې افغانانو ته د زیان اوښتو سبب کیږي بلکه دا به د ایران لورې ته هم ډیرضرر ورواړوي.

له بلې خوا افغان سوداګر هم وایي د ایران سره به نوي قراردادونه نه کوي چې دا به د ایران دولت په ضرر تمام شي.

اذرخش حافظي د افغانستان د تجارت خونو د بهرنیو اړیکو رییس وایي ددې ستونزو د حل لاره داده چې افغانستان په ځان بسیا شي.

د حافظي په وینا زموږ هیواد بې پایه نفتي زیرمې لري او د نفتي موادو د تصفیې د کارخانې جوړول ټول ټال ۶ میاشتې وخت غواړي. افغان دولت ته زموږ وړاندیز دادی چې داسې پروګرامونه دې جوړ کړي چې ددې هیواد د بسیاینې سبب شي.

د کار پوهانو په وینا د ایران دا کار د امریکې او لویدیځو هیوادونو پر ضد د ایران ستره لوبه ده خو په دې منځ کې یې افغانان تر خوږې ګوتې نیولي دي.

تر کومه چې د افغانستان لاس د ګاونډیو مرستو، بسپنو او پورونو ته اوږد وي نو تر هله به ددې هیواد ملي غرور او عزت تر پښو لاندې کیږي او بیوزله وگړي به یې ناکامي ګالي.

د افغانستان د مالیی وزارت وایي د ایران دولت له خوا د تیلو د تانکرو درول یوازې افغان دولت ته ۵۰ ملیون ډالره خساره رسولې ده. همدارنګه افغان ملي سوداګرو ته هم په زرګونو ډالرو خساره اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG