د لاس رسي وړ اتصالات

په جرمنې کې یوه افغان پنځه کلن روسې ماشوم وژلي دی


د جرمنې پولیسو ویلې دي چې ماشوم ېي په هغه کور کې وژلی چې د مهاجرینو دپاره جوړ شوي دی.

دغه پیښه د شنبې په ورځ د جرمنې په جنوب کې د ریجنبرگ ښار ته نږدی وشوه.

پولیسو حمله کوونکی وویشت او وېي واژه.

د روېټزرخبری اژانس په راپور کې راغلي دي چې دغه کس د ماشوم مورهم سخته زخمي کړې . د وژل شوي ماشوم بل ورور چې ٦ کلن دی ددی برید ورستهصدمه ورسیدلې او روغتون ته وړل شوي دي.

سمدستې ددی برید علت معلوم نه نه دی.

د جرمنې صدراعظمهانگلا مرکل به د ستمبر په میاشت کې د څلورمي دوري دپاره په انتخاباتو کې برخه واخلي.

په هغي له دی وجی انتقادونه شوي دی چې په تیرو دوه کلونو کې یو ملیون مهاجرینوته اجازه ورکړه چې جرمنې ته داخل شي.

XS
SM
MD
LG