د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: لویه جرګه به د امریکا - افغانستان قوي شراکت تصدیق کړي


امریکا: لویه جرګه به د امریکا - افغانستان قوي شراکت تصدیق کړي
امریکا: لویه جرګه به د امریکا - افغانستان قوي شراکت تصدیق کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دوی په دې ډاډه دي چې په دې اونۍ کې به د دودیزې لویې جرګې د غړیو له خوا نه چې د افغانستان د ولسونو مشران پکې برخه اخلي، د امریکا او افغانستان تر منځ نږدې اړیکې تصدیق کړی شي.

ددغې لویې جرګې لپاره تقرېبا دوه زره سیاسي او قبیلوي مشران او د ټولنې نور مشران کابل ته راغلي دي.

دا جرګه به څو ورځې دوام وکړي او د افغانستان او امریکا تر منځ به په اړیکو او له طالبانو سره په سوله به بحثونه او فیصلې وکړي.

د امریکا د بهرنېو چارو دوزارت ویاند مارک ټانر وویل چې د امریکا حکومت لویې جرګې ته ډېر زیات احترام لري. هغه زیاته کړله دی په دې زښت ډېر باور لري چې د دواړو هېوادونو یعنی امریکا او افغانستان ترمنځ به یو قوي شراکت تصدیق کړي.

د یکشنبې په ورځ وسله والو طالبانو ګواښ وکړ چې ددغې لویې جرګې بهیر به ګډو وډ کړي. هغوی داسې اسناد خپاره کړل چې دا څرګندوي چې دوی هغه مخفي امنیتي اسناد لاسته راوړیدي چې د هغو له مخی به د جرګی د غړیو امنیت ساتل کیږی.

خو د ناټو او افغان چارواکیو له خوا دا خبره رد شوه او په یوه وینا کې وویل شول چې دا اسناد جعلي دي.

کابل کې امنیتي ترتیبات

افغان چارواکیو خپلې امنیتي هڅې د جرګې له پیل نه مخکې زیاتې کړیدي. د دوشنبې په ورځ افغان امنیتي قواو یو ځانمرګی هغې لارې ته څېرمه وواژه چې د لویې جرګې مرکزي ودانۍ ته ځي. دوه نور برید کوونکي په دغه پېښه کې ونیول شول.

پولیسو د جرګې د سیمې کلک امنیت نیولی
پولیسو د جرګې د سیمې کلک امنیت نیولی

په ۲۰۱۰ م کال کې چې همدغه راز یوه جرګه راغوښتل شوې وه، طالبانو بریدونه وکړل او د جرګې خیمې ته تقریبا نږدې وو. د هغه وخت په برید کې دری تنه ملکیان زخمي شول.

په دغه جرګه کې به په دې بحث وشي چی که چېرې امریکا په افغانستان کې پاتې کیږي نو هغه به په کومو شرایطو باندې وي. په تېره وروسته له هغه نه چې په ۲۰۱۴ م کال کې بهرنۍ قواوې له افغانستان څخه ووځي.

په لویه جرګه کې به په هغو پلانونو هم بحث وشي چې افغان حکومت له طالبانو سره سوله وکړي.

د سولې پلانونو ته هغه وخت زیان ورسېده چې د سولې او پخلاېنی د شوری مشر برهانی الدین رباني، د روان کال د سپتمبر په میاشت کې په یوه ځان مرګي برید کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG