د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن کې یو افغان د قتل په هڅې تورن شو


د څارنوالانو په راپور کې د دې افغان د نوم په هکله څه ندي ویل شوي
د څارنوالانو په راپور کې د دې افغان د نوم په هکله څه ندي ویل شوي

څارنوالانو په سویډن کې یو ۲۲ کلن افغان د قتل په هڅې تورن کړی دی. د محکمې په حکم کې د دې افغان نوم ندی اخیستل شوی خو پکې ویل شوي چې دوه میاشتې وړاندې یې اوه کسان په چاقو وهلي وو.

پولیس وایي د همدې روان ۲۰۲۱ کال د مارچ د میاشتې په ۱۳نېټه ورته راپور ورکړل شو چې یو کس خلک په چاقو وهلي.

دولتي څارنوال ایډم رولمن ویلي چې دا افغان په ۲۰۱۶ کال کې سویډن ته رسیدلی او په چاقو یې د اوو کسانو له وهلو وروسته کله چې پولیسو ونیوه، د خپل دې عمل په هکله یې هیڅ وضاحت ندی ورکړی.

په پیښه کې د ټپي شویو کسانو عمرونه د ۳۵ او ۷۵ کالونو تر منځ و. څلور کسان ډېر ټپي شوي.

څارنوالانو همدارنګه ویلي چې دا افغان د دې پیښې نه وړاندې څو ځله په ذهني ناروغۍ اخته شوی و او د برید نه وړاندې یې دا تکلیف نور هم ډیر شوی و.

د څارنوالانو په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې په تحقیقاتو کې څرګنده شوې چې برید کوونکي مخکې د مخکې نه د دې برید پلان نه و جوړ کړی.

ویل کیږي چې برید کوونکي د ټپي شويو کسانو سره هیڅ تړاو نه درلود او داسې څرګندیږي چې ټپي شوي کسان هم مخکې د مخکې نه ټاکل شوي نه و.

ټاکل شوې دا افغان د همدې میاشتې په ۱۲ محاکمه شي او محاکمه به یې درې ورځې روانه وي.

XS
SM
MD
LG