په کابل کې یو شمېر نامعلومه وسله والو د افغانستان په نامه د یوې انګلیسې ورځپاڼې پر ایډیټر برید کړی دی او هغه ژوبل کړی دی.
برید د دوشنبې په شپه په کابل کې شوی دی. عبدالصبور سریر له دفتر نه کور ته روان و چې، د راپورونو له مخې دریو وسله والوپرې د کابل ښار په خواجه بغرا کې برید وکړ.
په برید کې هغه په سر لګېدلی، ټیلیفون او لپټ ټاب کمپیوټر یې مات شوي دي.
د افغانستان د ژورنالستانو مرکز دا برید غندلی دی او له افغان حکومت څخه یې غوښتي چې په دې اړه جدي پلټنې وکړي. دغه مرکز وايي مخکې هم نامعلومه کسانو ښاغلي سریر ته د مرګ ګواښونه کړي وي.
تر دې دمه کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی. تر دې مخکې په افغانستان کې پر خبریالانو باندې یو بل برید د طلوع خصوصي تلویزون د کارکوونکو په ګاډي د طالبانو ځانمرګی و، چې لږ تر لږه اووه کارکوونکي یې ووژل.
افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې خبریالي په کې له خورا امنیتي ستونزو ډکه ده او د خبریالانو ژوند له ګڼو خطرونو سره مخامخ بلل کیږي.