د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د مخکني حکومت د نظامیانو کورنیو مظاهره کړې 


د زړې فرقې په سیمه کې تر ۳ زره کورنۍ اوسیږي
د زړې فرقې په سیمه کې تر ۳ زره کورنۍ اوسیږي

د کندهار د زړې فرقې په سلګونو اوسیدونکو وروسته له هغې په ښار کې لاریون وکړ چې طالبانو ترې وغوښتل کورونه تش کړي.

ددغې سیمې اوسیدونکي چې پخواني نظامی افسران او کارکوونکي دي، وایي چې طالبانو هغوي ‌ته امر کړی چې دغه سیمه طالب جنګیالیو ته پریږدي او ووځي.
مظاهره کوونکي وایي چې د اوسیدو لپاره بل چیرته ځای نه لري او مجبور دي چې همدلته پاتې شي.

د ځایي اوسیدونکو په وینا دغه سیمه کې نږدې ۳زره کورنۍاو شاوخوا ۱۰ زره کسانمیشت دي چې ډیری یې د هغو نظامي افسرانو کورنۍ دې چې تیرو شلو کلونو کې د جګړې په مهال یا وژل شوي او یا هم ټپيان شوي دي.

سره له دې چې طالبانو په ټول هیواد کې هر ډول مظاهرو باندې بندیز لګولی دی، ددغې سیمې اوسیدونکو د سه شنبه په ورځ ۱۴ سپتمبر (وږي ۲۲) د کندهار لارو کوڅو کې لاریون کړی دی.

ځینې خبریالان چې ددغه لاریون پوښښ ته تللي وو وایي‌ چې طالبانو ځورولي دي او ځينو سره یې اخ و ډب هم کړی دی.

د فرانس پرس د یو راپور په اساس ویل کیږي چې د کندهار والي ددغو مظاهرو په ځواب کې د زړې فرقې څخه د دغو کورنیو د تخلیې پروسه ځنډولې ده او په نږدو کې به محلي مشرانو سره په دې موضوع بحثونه پیل شي.

XS
SM
MD
LG