د لاس رسي وړ اتصالات

مور او ټولګیواله؛ نېلوفر لوڼو سره یوځاي له پوهنتون فارغه شوه


نیلوفر غیاثي او دوو لوڼو یې د ډېرو لوړو ژورو له تېرولو وروسته، پدې وروستیو کې د امریکا د نېوادا په ایالتي کالج کې خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسولې.

نیلوفر او اولادونو یې، هدیې او سعدیې په یوه ورځ سبق پیل کړ او په ګډه یې د فراغت سندونه واخېستل.

د نیلوفر کورنۍ څه باندې دوه لسیزې وړاندې له افغانستان نه امریکا ته مهاجره شوه. مېرمن غیاثي په ۲۰۰۳ کال کې پوهنتون ته لاړه خو د ستونزو له کبله یې ونشو کولې خپل درسونه سرته ورسوي. هغه له ۱۶ کالو وروسته، د نرسنګ له پوهنځي نه د لیسانس سند واخېست او د طبابت له طریقه ولسونو ته د خدمت کولو نیت لري.

د امریکا غږ خبریال احمد شکېب دوست یې په اړه رئپوټ لري.

مور او ټولګیواله؛ نېلوفر لوڼو سره یوځاي له پوهنتون فارغه شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00

XS
SM
MD
LG