د لاس رسي وړ اتصالات

محب: هره ورځ په افغانستان کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل کیږي


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، ویلي دي هره ورځ په افغانستان کې لږ تر لږه ٥٠ تنه په تاوتریخوالي کې ژوند له لاسه ورکوي.

ښاغلي محب دغه شمیرې په روسیه کې یوې امنیتي غونډې ته د وینا پر مهال اعلان کړې.

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار دفتر په خپل ټویټر د ښاغلي محب له خولې لیکلي: "د تروریزم پر وړاندې مبارزه باید لا هم زمونږ د کاري لومړیتوبونو په ډله کې وي. یواځې په افغانستان کې هره ورځ لږ تر لږه ٥٠ تنه د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې ژوند بایلي او پدې وجه افغانستان د تروریزم ضد جگړې په لومړۍ لیکه کې دی."

ښاغلي محب څرگنده نه کړه چې دا شمیرې د افغانستان امنیتي ځواکونو پورې مربوطې دي او یا دا چې د هیواد ټول خلک په کې شامل دي.

ملگري ملتونه هر کال د افغانستان په تاوتریخوالیو کې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې شمیرې خپروي، او اعلان یې کړی دی چې په تیر لمریز کال کې څه دپاسه ۳۰۰۰ ملکي وگړي په افغانستان کې وژل شوي دي، ددغو شمیرو وسطي کچه په ورځ کې اته تنه کیږي.

له دې دمخه د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني هم اعلان کړی و چې د هغه د جمهوري ریاست په دوره کې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو شاوخوا ۴٥ زره تنه وژل شوي دي.

حتی ددغو شمیرو سربیره په ورځ کې د ٥٠ تنو مرگ ژوبله چې ښاغلي محب په ډاگه کړې د هغه څه په پرتله چې تر اوسه رپوټ شوي د پام وړ زیاتوالی ښیي.

د افغانستان حکومت د هیواد د دفاعي او امنیتي قواو د تلفاتو رپوټ نه خپروي، خو تل د افغان ځواکونو د زیاتې مرگ ژوبلې په هکله اندیښنې موجودې دي.

XS
SM
MD
LG