د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت وايي په کابل کې د یوه دیني عالم د ترور مخه نیولې


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، په کابل ښار کې د یوه دیني عالم د ترور مخه نیولې ده.

ملي امنیت عمومي ریایست نن دوشنبه د « لېندۍ ۱۲مه»رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي د حقاني شبکې دوو تنوو غړو چې د قوس میاشتې پر دوهمه نېټه یې د کابل ښار د یوه جومات د ملا امام د ترور پلان درلود هدف ته تر رسېدو مخکې د ملي امنیت ځواکونو لخوان نیول شوي دي.

ملي امنیت وايي، له یادو کسانو سره یې یوه بې غږه تومانچه هم نیولې ده.

ملي امنیت وايي نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دی
ملي امنیت وايي نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دی

بیان وايي چې نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د ملي امنیت په اعلامیه کې په دقیق ډول نه دي ویل شوي چې یاد کسان کله نیول شوي دي.

وسله والو طالبانو او یا هم حقاني شبکې تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د ملي امنیت ځواکونه پر داسې مهال په کابل ښار کې د یوه دیني عالم د تررو مخه نیسي چې تېره میاشت په دغه ښار کې پر دیني علماو مرګونې حملې وشوې.

د تېرې لړم میاشتې پر نهویشتمه په کابل ښار کې د میلاد نبي په مناسبت د دیني‌ علماو پر یوې غونډې انتحاري حمله کې ۵۵ تنه ووژل شول او ۹۴ نور ټپیان شول.

په وروستیو کې پر دیني علماو مرګوني بریدونه وشول
په وروستیو کې پر دیني علماو مرګوني بریدونه وشول

تر هغه وروسته د روانې لېندۍ میاشتې پر دریمه د کابل د علماو شورا مرستیال مولوي عبدالبصیر حقاني‌ په کابل ښار کې ووژل شوو.

د کابل د علماو شورا رئیس په وسله واله حمله کې وژل شوی

په کابل کې پر دیني علماو وروستي بریدونه په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شول.

XS
SM
MD
LG