د لاس رسي وړ اتصالات

درې افغان چارواکي له دندو د ناوړه استفادې په تور محکوم شول


دا د ابتدايي محکمې پرېکړه ده، محکومان کولی شي چې دا پرېکړه ونه مني
دا د ابتدايي محکمې پرېکړه ده، محکومان کولی شي چې دا پرېکړه ونه مني

د افغانستان لویه څارنوالي وایي درې افغان چارواکي له "دندو د ناوړه استفادې او جعلي اسنادو د کارولو" له کبله په بند محکوم شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي امریکا غږ اشنا ته وویل چې په کابل کې د لویو/درندو جرمونو ابتدايي محکمې د بلخ د ولایتي شورا غړی محمد اصف مهمند او د حج او اوقافو وزارت پخوانی مرستیال داعي الحق داعي په پنځو کلونو او دوو میاشتو بند محکوم کړل.

همدغه راز محکمې د کابل د حج او اوقافو مشر عبدالرحمن احمدزی په دریو کلونو بند محکوم کړی دی.

د دوې محکمه د چهارشنبې په ورځ( جنوري ۱۰) په کابل کې وه. ښاغلي رسولي وویل "د څارنوالۍ عدلي او قضايي ځانګړي مرکز د دغو کسانو د اسنادو د تزویر او له دندو د ناوړه استفادې د تور قضیه څېړله."

د لویې څارنوالۍ ویاند وايي د محکمې پر مهال د بلخ د ولایتي شورا غړی او د حج او اوقافو وزارت مخکنی معین موجود نه وو، خو پرېکړه پرې وشوه. هغه وايي چې دوه نور افغان چارواکي هم له ورته تورونو سره مخامخ دي، خو په اړه یې ډېر جزییات ورنکړل.

دا ابتدايي محکمې پرېکړه ده او محکوم کسان حق لري چې دا پرېکړه ونه ومني او د دویمې محکمې غوښتونکي شي.

XS
SM
MD
LG