د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ ملی ټیم سبا د پاکستان د الف ټیم سره مسابقه کوي


د افغانستان د کرکټ ملی ټیم سبا د پاکستان د الف ټیم سره مسابقه کوي
د افغانستان د کرکټ ملی ټیم سبا د پاکستان د الف ټیم سره مسابقه کوي

د افغانستان کرکټ ټیم لومړی بهرنۍ لوبډله ده چې په تیرو دوو کالو کی پاکستان ته د مسابقو دپاره سفر کوی.

په کال ٢٠٠٩ کی د مارچ په میاشت کی لاهور کی د سریلانکا د کرکټ د لوبډلې په لوبغاړو باندې د ترورستانو د حملې نه وروسته ټولو نړیوالو لوبډلو پاکستان کی د لوبو کولو نه ډډه وکړه.

د افغانستان د کرکټ ټیم مشری چی د نوروزخان منګل کوی. د مې په ٢٥ مه اسلام اباد کې خپله لومړئ مسابقه د پاکستان د الف لوبډلی سره کوی .چی د دغه ټیم مشری پاکستانی توپ ویشتونکی سهیل تنویر کوی.

د افغانستان او پاکستان د کرکټ د لوبډلو ترمینځ د مسابقو دپاره په لومړي سر کې د اسلام اباد په ځای د ایبټ اباد نوم یاد شوی و، خو بیا وروستئ شیبه کی فیصله بدله شوه. دی نه وړاندې چې د افغانستان د کرکټ مشرانو سره چې د پاکستان د کرکټ چارواکو کومه فیصله کړې وه ، هغی کی د ایبټ اباد نوم هم نه و. خو د مېې په دویمه د ایبټ اباد د پیښې نه پس ناڅاپی دایبټ اباد نوم یاد شو. ګنی دی نه وړاندی د پنډی فیصل اباد او ګوجرانوله نومه یاد شوی وو.

د افغانستان د لوري دا لوبغاړی پدې لوبو کې برخه لري:

1. نوروز منګل ، کپتان

2. محمد نبي عیسی خیل ،مرسیتال کپتان

3. کریم صادق

4. محمد شهزاد کېپر

5. نور علي

6. محمد اصغر

7. جاوېد احمدي

8. سمیع الله شینواری

9. میرویس اشرف

10. حمید حسن

11. شریف ځدران

12. عزت الله دولت زی

13. دولت ځدراڼ

14. شبیر نوري

15. ګلبدین نایب

16. نسیم الله خان

د افغانستان د کرکټ ټیم روزنونکی یا کوچ راشد لطیف چې خپله د پاکستان د ملی ټیم پخوانی کیپر او کپتان و.وایی چی د افغانستان کرکټ ټیم دومره توان لری چی د پاکستان الف ټیم ته ماتی ورکړی .هغه وایی چی دا د افغانستان د کرکټ ټیم دپاره په سپورتی او روانی توګه یو ښه فرصت دې چی په یوه نړیواله مسابقه کی د پاکستان په خاوره برخه واخلی.

بل خوا د افغانستان د کرکټ ټیم کپتان نوروزخان وایی چی دوی پوهیږی چی د دوی د پاکستان د ملی ټیم سره مسابقه نه کوی. خو د الف لوبډلی سره به هم لوبه ساده نه ګڼي او کامیابي به یې داسې ګني لکه د پاکستان نه ېې چې مسابقه ګټلی وی.

د افغانستان د کرکټ ټیم راتلونکی لوبی به په فیصل اباداو پنډئ ښارونو کی اوسي.

XS
SM
MD
LG