د لاس رسي وړ اتصالات

موسی زی: کابل ته د ګیلاني سفر لغوه ندی ځنډېدلی دی


موسی زی: کابل ته د ګیلاني سفر لغوه ندی ځنډېدلی دی
موسی زی: کابل ته د ګیلاني سفر لغوه ندی ځنډېدلی دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم یوسف رضاء ګیلاني د سفر د ځنډېدو لامل د دواړو هیوادونو د سولې د ګډو کمیسونونو له لوري له مخکې د ځانګړې نېټې نه ټاکل کېدل دي او د سفر تعلیق کوم بل ملحوظ نه لري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي خبریالانو ته وویل لا تراوسه د یوسف رضاء ګیلاني د سفر په اړه وروستۍ نېټه او پرېکړه نده شوې.

هغه دا ډول پاکستان ته د استاد رباني د وژل کېدو د قضېې د سپيناوي په اړه د یوه هئيت د تګ یادونه هم وکړه چې دا هئیت لا تر دې دمه ندی تللی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې افغانستان په تېرو نهو کالو کې له پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتنه کوله خو څه یې چې غوښتل تر لاسه نه شول، هغه وویل چې د پاکستان، امریکا او افغانستان ترمنځ درې اړخیره محوري میکنیزم هم اوس د تعلیق په حال کې دی.

جانان موسی زی:

‪د پاکستان اسلامي جمهوريت، د متحده ایالاتو سره، د محوريزه درې اړخیزه ګروپ وو چې درې واړه هیوادونه سره کیناستل تقریبا هره میاشت په درې اړخیزه روابطو باندې چې په هغې کې د سولې خبره هم شامله وه، خبرې اترې مو سره کولې، اساسي هدف یې د درې واړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ د لا زیاتېدو خبره وه، دغه میکنیزم اوس د تعلیق په حالت کې ده، مونږه د لغوې خبره نده کړې.‪"

جانان موسی زي په نېږدې وختونو کې هند ته د جمهور رئیس کرزي د سفر یادونه وکړه وې ویل چې دا سفر افغانستان ته د منموهن سینګ د راتګ له وخته په پام کې نېول شوی وو.

هغه په افغانستان کې د سعودي د سفارت د ډيپلوماټانو د کار د بیا پېلېدو یادونه وکړه وې چې له تېرې پنجشنبې یې کارونه پیل کړي دي.

موسی زي په نیویارک کې د یو دېرش هیوادونو او سازمانونو د استازو غونډې ته د ورېښمو د لارې د بیا احياء د مفکورې د وړاندې کولو په اړه وویل چې هدف ترې د سیمې له هیوادو سره د تجارتي او اقتصادي اړیکو پراختیا ده.

XS
SM
MD
LG