د لاس رسي وړ اتصالات

"امریکا د افغانستان او پاکستان ترانزیتي تړون غوښت"


واشنگټن پوست د جولای د نولسمې نېټې په یوه بله مقاله کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداگرۍ په موافقه لیک چې امریکا د هغه په لاس لیک کولو کې هڅې کړيدي، لیکي:

د اوباما ادارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره د خپلو هلو ځلو په ترڅ کې دواړه هیوادونه هڅولي دي چې خپلو کې د ترانزیت تړون چې په خپلو کې د تجارتي مالونو لیږدولو ته زمینه برابروي، لاس لیک کړي.

دواړو هیوادونو د دغه تړون لپاره په کلونو کلونو خبرې کړي دي خو پروسږکال د پاکستان جمهور رئیس زرداري او د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي ژمنه کړې وه چې دغه موافقه به د ٢٠٠٩ کال تر پایه پورې لاس لیک شی.

ددغه تړون لاس لیک پاکستان ته د هلري کلنټن د سفر په وخت کی وشواو هغې ددغه تړون په لاس لیک کې کوښښونه وکړل.

واشنگټن پوست لیکي، دغې موافقې ته رسیدل، د اوباما د افغانستان د ستراتیژۍ یوه برخه ده. امریکا پاکستان هڅوي چې په سیمه کې ددواړو هیوادو گټو ته پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG