د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سیلابونو زیات افغان مهاجرین ځپلي دي


د پاکستان سیلابونو زیات افغان مهاجرین ځپلي دي
د پاکستان سیلابونو زیات افغان مهاجرین ځپلي دي

د ملګرو ملتو د مهاجرینو عالي کمیشنري وايي هغه افغان مهاجرین چې د سیلابونو په سیمو کې پراته دي د سخت خطر سره مخ دي. یو ان اچ سي ار وايي دوي د زرګونو افغان مهاجرینو سره چې کمپونوته یې د سیلاب اوبوننوتلي دي، مرسته کوي.

د پاکستان صدراعظم ویلي دي چې پدې هیواد کې شل ملیونه خلک د سختو سیلابونوله امله چې په دې نسل کې یې ساری نه دی لیدل شوی اغیزمن شويدي. دا د ملګرو ملتو د ارقامو نه چې ١۴ ملیونه یې ښودلي وو، زیات توپیرلري.

په دواړو حالاتو کې، دا شمیره ډیره زیاته ده. د ملګرو ملتو د مهاجرینو ادارې خبرداری ورکړیدی او وايي چې پاکستان د یو سخت ناورین سره مخامخ شویدی. د ملګرو ملتو ویاند ادریان ادواردز وايي چې ددغه بحران بعدي اغیزې به تر ډیرو کلونو پورې دوام وکړي.

"په داسې حال کې چې سیندونه د ملک جنوب خواته بهیږي او د اوبو سطحه یې ډیره لوړه ده او شاوخوا سیمې یې پوښلي دي، نو داسې معلومیږي چې که څه هم سیلابونه ودریږي خو بیا هم هغه ستونزې چې د بی کورۍ، لوږې او امراضو نه پیدا شوي دي دا به ترډیرې مودې پورې دوام ولري. په پاکستان کې زمونږ د تمیدلو یو دلیل دادی چې په دې هیواد کې د مهاجرینو او د بې ځایه شوو خلکو یو ډیر شمیر اوسیږي."

په یوه وخت کې ملګرو ملتونوویلي وو چې په پاکستان کې د مهاجرینو شمیره څلورو ملیونو ته رسیږي. اوس دغه شمیره یو اعشاریه اوو ملیونو ته راکمه شویده خو ددغې شمیرې نه یو اعشاریه څلور ملیونه خلک یې په داسې ځایونو کې ژوند کوي چې ډیر اسیب پذیره دي.

ادواردز وايي، اوس ډیر شمیر افغان مهاجر د هستوګڼې ځای نه لري او خپل خواړه، څاروي او شته مني یې له لاسه ورکړي دي.

"ددې لپاره چې وضعه ښه روښانه شي چې په خیبر پښتونخوا کې مونږ څنګه د دغې وضعې سره مقابله کوو، باید ووایم چې اوه اتیا د مهاجرو کمپونه د خیبر پښتونخوا په اوولسو ولسوالیو کې له اوبو ډک دي او سیلابونو دولس نیم زره کورونه تباه کړي دي او٨٥ زره خلک یې د بې کورۍ د ستونزې سره مخامخ کړي دي. ډیر شمیر کورونوته چې د مهاجرینو او د محلي پاکستانیانوپورې اړه ، سخت زیان رسیدلی دی."

ادواردز وايي، دده اداره د نورو ادارو سره په هماهنګۍ، د ځپل شوو مهاجرینو سره د موقتې هستوګڼې، خوراکي څیزنو اود دوا درملو په برخه کې مرسته کوي. په دې ځپل شوو کې ماشومان، ښځې او بوډا ګان هم شامل د ي. هغه وايي، د ملګرو ملتو د مهاجرینو کمشنري همدارنګه د پاکستان د خلکو سره هم مرستې کوي کوم چې د دغو سیلابونو په سبب سخت ځپل شويدی. هغه وايي د دغې ادارې بشري عملیات د بیړنۍ مرحلې نه وروسته به هم همداسې به دوام ولري.

ادواردز وايي، په راتلونکو هفتو او میاشتو کې، یو ان اچ سي ار به مهاجرینو او پاکستانیو ځپل شوو خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي تر څو دوی وکولی شي خپلو کورونو ته په عزت او درناوي بیرته ستانه شي.

XS
SM
MD
LG