د لاس رسي وړ اتصالات

سرتاج عزیز: افغانستان او پاکستان غبرگوني وروڼه دي.


د پاکستان د صدراعظم امنیتي سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر، سرتاج عزیز، تیرماښام د ملګروملتونو د کلنۍ غونډې په ترڅ کې د بهرنیو اړیکو دپاره د شورا په نوم په یو څیړنیز مرکز کې وویل، "افغانستان او پاکستان د غبرګونو ورونو په شان دي."

سرتاج عزیز وایي دا فرصت چې اوس مساعد شوی، د افغانستان د نوي حکومت سره په همغږۍ او همکارۍ، په ډېرو برخو کې د کار د پیل زمینه برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په دې کې به د ترانزیتي مالیاتو نه نیولې د برېښنا د تولید، لویو لارو د غزولو، د اورګاډي د پټليو جوړول، او د راکړې ورکړې نورې برخې هم شاملې وي.

هغه وویل، "متاسفانه ځېنو بهرنيو عواملو د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې ستونزي جوړې کړي."

خو هغه دا بهرني عوامل څرګند نه کړل.

د افغان نوي حکومت سره د اقتصادي پرمختګ په برخه کې عملي کار پیلیږي.
د افغان نوي حکومت سره د اقتصادي پرمختګ په برخه کې عملي کار پیلیږي.

دا په داسې حال کې ده چې نن مونږ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سفارت مرستيالې اصیلا وردک، د امریکا غږآشنا تلویزیون سره د مرکې په ترڅ کې وویل چې د افغانستان ګڼ شمیر ګاونډیو هیوادونو د ملګرو ملتونو د کلنۍ غوڼډه په ترڅ کې د افغان پلاوي سره ژمنه وکړه د افغان نوي حکومت سره به د امنیت او اقتصادي پرمختګ په برخه کې ډیر ژر په عملي پروژو کار پیل کړي. هغې زیاته کړه چې افغانستان د ملگرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه دا غوښتنه درلوده چې د دې جنگ ځپلي هیواد سره دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG