د لاس رسي وړ اتصالات

'که کرزی غوښتنه نه مني د مصر حالت به جوړ کړو'


Dom in Damascus garden, date unknown.
Dom in Damascus garden, date unknown.

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې او حکومت تر منځ د ولسي جرګې د تیرو انتخاباتو په اړه ناندریو زور اخیستی دی، د ولسی جرګې د قانون نه د ملاتړ ایتلاف جمهور رییس کرزی د قانون په تر پښو لاندې کولو تورن کړی او ګواښ کوي چې که جمهور رییس یې غوښتنې ونه مني نو د ارګ شاوخوا به د مصر د التحریر د میدان حالت جوړ کړي.

دغه ایتلاف نن د پارلمان ودانی په انګړ کې غونډه وکړه او پر جمهور رییس کرزي یې تور ولګوه چې له دولتي بنسټونو نه خپل په ګټه کار اخلي.

دا ایتلاف د اختصاصي محکمې د هغې پریکړې مخالفت کوي چې ۶۲ برحال وکیلان یې نااهله اعلان کړي دي.

وروسته له هغه چې د انتخاباتو کمیسیون د ولسي جرګې د تیر سپتمبر د انتخاباتو پایلې اعلان کړې، په انتخاباتو کې د پراخې ټګۍ برګۍ د کیدو تورونه ولګېدل؛ جمهور رییس کرزي ددې تورونو د سپیناوي لپاره ځانګړې محکمه اعلان کړه.

د ولسی جرګې د قانون نه د ملاتړ ایتلاف اوس وايي همدا کار د قضایي، عدلي او اجرایوي قوو تر منځ د روان کړکیچ لامل شو.

د قانون نه د ملاتړ ایتلاف همدارنګه وایي: د دوی د مکررو غوښتنو سره سره جمهور رییس کرزي د خپلې کابینې پاتې وزیران دغې جرګی ته ورمعرفی نکړل. لوی څارنوال او هغه عدلي او قضایي کارکونکي چې د ولسي جرګې له خوا یې کاري صلاحیتونه اخیستل شوي، د ښاغلي کرزي په امر لا تر اوسه په ناقانونه توګه خپلو دندو ته ادامه ورکوي.

ایتلاف وايي، د هیواد د نافذه قوانینو نه د جمهور رییس کرزي سرغړونو دوی دا پنځه ورځې تحصن يا په ولسي جرګه کې شپه او ورځ پاتې کېدو ته اړ ایستي دي.

ددغه ایتلاف یو تن غړی سید اسحاق ګیلاني وایي په څو څو وارې یې ښاغلي کرزي ته د هغه د ناقانونه چلند په اړه ویلي دي. ګیلانی ګواښ کوي چې که غږ یې وا نه ورېدل شي نو دوی به ارګ ته څېرمه سیمې نه بل میدان التحریر جوړوي.

خو په ولسي جرګه کې بله سیاسي ډله چې د اصلاح غوښتونکو د مجموعې په نامه یادیږي، له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف تورنوي چې د انتخاباتو له مسالې نه سیاسي ګټه پورته کوي.

د اصلاح غوښتونکو مجموعې د انتخاباتو په اړه له قانون څخه د ملاتړ د ډلې پر دریځ انتقاد وکړ او د حکومت له وروستي اقدام څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

'ولسي جرګه دې لغوه شي'

بل لور ته دوهمه ډله معترضه کاندیدان له جمهور رییس کرزي نه وغوښتل چې ولسي جرګه منحل کړي.
دا د اختصاصي محکمې له خوا د ۶۲ ګټونکو اعلان شوو، معترضو کاندیدانوله ډلې پرته نور اعتراض کوونکي دي چې شکایتونه یې د اختصاصي محکمې له خوا وڅیړل شول خو ګټونکي اعلان نه شول.
دوی د سې شنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ د روان بحران د حل یوازینۍ لاره د ولسي جرګې لغو او بیا انتخابات ترسره کول دي.

XS
SM
MD
LG