د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسي جرګې ۹۵فیصده غړو بیا ځانونه کاندید کړي


د ولسي جرګې ۹۵فیصده غړو بیا ځانونه کاندید کړي
د ولسي جرګې ۹۵فیصده غړو بیا ځانونه کاندید کړي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیسون وایي چې هغه ۲۲۶ تنه چې نومونه یې د راروانو انتخاباتو د کاندیدانو د لمړني لست نه غورځیدلی وو، کولای شي د شنبې د ورځې د مازیګر تر څلورو بجو په کابل او ولایتونو کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون دفترونو ته ورشي او له سره د سنبلی د ۲۷ ورځې د انتخاباتو لپاره خپل نومونه ولیکي.

خو دا کمیسون وایی چی دا شمیر کسانو ته په کار دي چی د نوم لیکنی په وخت د خپلو زرو تنو ملاتړو د پیژندګلوی کارتونه او نور لازم اسناد له ځانه سره ولري.

د انتخاباتو خپلواک کمیسون ددغو کاندیدانو د نوم لیکنی دا لړی وروسته له هغی اوږده کړله چی کله تیره هفته د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدلو کمیسون ددغه کمیسون نه د پنځه ورځو لپاره د هغوی د اسنادو د بیا پلټلو غوښتنه وکړله.

د انتخاباتو خپلواکه کمیسون وایی چی د نوم لیکنی دا بهیر یوازی د یو ځل لپاره اوږد شوی او د راروانی شنبی په ورځ به پای ته ورسیږی.

د انتخاباتو خپلواکه کمیسون وایی چی تراوسه ددغو ۲۲۶ تنو نه ۲۱ تنو یی لازم اسناد دغه کمیسون ته برابر کړی چی نومونه یی د کاندیدانو په لمړنی لست ثبت شوی دی.

د انتخاباتو خپلواکه کمیسون نطاق نورمحمد نور وایی چی په دغو ۲۲۶ کسانو کی چی نومونه یی د زرو ملاتړو د پیژندګلوی د کارتونو د نه برابریدو له امله د لمړنی لست نه غورځول شوی وو. د ولسی جرګی د یو شمیر غړو نومونه هم شته دی:

"ځینی د ولسی جرګی اوسنی غړی شته دی چی دوی هم پدی ندی بریالی شوی چی لست ته لاره ومومی".

د انتخاباتو خپلواکه کمیسون د ثور په ۳۱ د راروانو انتخاباتولپاره د۲۴۴۷ کاندیدانو د نومونو لمړنی لست اعلان کړی دی په دې لست کی د ۳۰۰ نه زیاتی ښځی هم شاملی دی.

د راروانو انتخاباتو د کاندیدانو د نومونو پدی لست کی د ګوتی په شمیر د ولسی جرګی د اوسنیو غړو پرته ددغی جرګی اکثریت غړو بیا انتخاباتو ته ځانونه کاندید کړی دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون نطاق نورمحمد نور دا شمیر تر ۹۵ فیصدو پوری ښيي:

"امکان لری د اوسنی جرګی ۹۰ تر ۹۵ر فیصدو په شاوخوا کی برحاله غړو د ولسی جرګی د انتخاباتو لپاره ځانونه کاندید کړی دی".

د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون د کړنلاری له مخی د جوزا د ۱۱ نه تر ۱۷ پوری به په کاندیدانو باندی د خلکو د شکایتونو ثبت بهیر پیل شی چی ددغه بهیر په پای کی به د راروانو پارلمانی انتخاباتو د کاندیدانو د نومونو وروستی لست خپور شی.

د افغانستان د راروانو پارلمانی انتخاباتو مصرف نړیړاله ټولنه ورکوی دا کمیسون د راروانو انتخاباتو په مخ کی امنیت د یو ستر ګواښ په توګه وینی او وایی چی لا دمخه یی افغان او نړیوالو قواوو سره د امنیت په سر مشورتی غونډی پیل کړي دي.

دا کمیسون وایی چی افغان او نړیوالو قواوو ته یی د ۵۸۰۰ رایی اچونی د مرکزونو لست سپارلی دی خو تراوسه ورته دغو امنیتی قواوو دا ندی ویلی چی سنبلی په ۲۷ د انتخاباتوپه ورځ به دوی ددغه شمیرنه د څومره مرکزونو امنیت وساتلی شی.

XS
SM
MD
LG