د لاس رسي وړ اتصالات

نوماند وزیران د سې شنبې په ورځ ولسي جرګې ته ورځي


د کابینې د اعلان وروسته د کابینې د جوړښت په باب د افغانستان په پارلمان کې یو لړ جدي بحثونه پیل شوي
د کابینې د اعلان وروسته د کابینې د جوړښت په باب د افغانستان په پارلمان کې یو لړ جدي بحثونه پیل شوي

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي، ټاکل شوې په دغه جرګه کې د ملي یووالي د حکومت د کابینې د نوماند وزیرانو د باور د رایې د اخیستلو بهیر د سې شنبې په ورځ پیل شي چې د اونۍ تر پایه به دوام ومومي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد صالح سلجوقي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې نن د افغانستان جمهوررئیس هم د ولسي جرګې د غړو په سره یوه غونډه کې له هغوی وغوښتل چې نوماند وزیرانو ته دې د باور د رایې د ورکولو په بهیر کې بیړه وکړي.

ښاغلي سلجوقي وویل"جمهوررئیس د ملت له استازو وغوښتل چې د باور د رایې د اخیستلو بهیر ته جدي پاملرنه وکړي او د رایې د ورکولو چارې دې په بیړه ترسره کړي تر څو زیات وخت و نه اخلي او له دې نور زیاتې انکشافي چارې و نه ځنډیږي".

د افغانستان جمهوررئیس او اجرائیه رئیس نن د شنبې په ورځ په ارګ کې د ولسي جرګې د اداري پلاوي او د دغې جرګې د اتلسو کمیسیونونو له رئیسانو سره وکتل.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر په یو بیان کې ویلي چې جهمور رئیس غني د غونډې ګډونوالو ته وویل چې دې به پخپله ولسي جرګې ته خپل نوماند وزیران معرفي کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي چې د نوماند وزیرانو شمیر ته په کتنې په لومړیو ورځوکې به نوماند وزیران او د خپلواکو ادارو دوه رئیسان د ولسي جرګې غونډې ته خپل راتلونکي پروګرامونه تشریح کړي او بیا به وکیلان په یو ځل ټولو نوماندو وزیرانو ته رايه ورکړي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني تیره دوشنبه د ملي یووالي د حکومت په ۱۰۶ ورځ خپله نوې کابینه اعلان کړه.

د کابینې د اعلان وروسته د دغې کابینې د جوړښت په باب د افغانستان په پارلمان کې یو لړ بحثونه پیل شوي دي چې د افغانستان د لودیځو ولایتو په ځانګړې ډول د هرات ولایت استازي دا ګڼي چې په کابینه کې دغې سیمې نه نوماند وزیرانو ته ځای نه دی ورکړل شوی.

د دغو بحثونو په لړ کې حتی د پخوانیو مجاهدینو ځینو قوماندانانو چې د هرات ولایت پخوانی قوماندان محمد اسمعیل خان هم په کې شامل دی، د ملي یووالي حکومت سره د اړیکو د شلولو ګواښونه هم کړي دي.

دغو انتقادونو ته په پاملرنې د افغانستان د مدني ټولنې فعالین دا ګڼي چې تولو پنځویشت نومادو وزیرانواو خپلواکو ادارو دوو رئیسانو ته د باور رايې د ورکولو چارې به د ستونزو سره مخ وي.

د مدني ټولنې یوه فعاله میرمن حمیرا ثاقب وایي دا باور لري چې یو شمیر نوماند وزیران به د باور د رایې په اخیستلو بریالي نه شي.

میرمن ثاقب وویل" یو شمیر نوماندان نه شي کولای چې د ولسي جرګې نه د باور رایه وخلي د دې لپاره چې د ملي یووالي د حکومت دواړو مشرانو دا کابینه د یو لړ فشارونو لاندې جوړه کړې ده".

نوې کابینې ته د باور د رايې د ورکولو یا نه ورکولو مسله دومره جدي شوې چې د ایت الله محسني په نوم د افغان شیعه ګانو یو مذهبي مشر د تمدن په نوم د خپل خصوصي تلویزیون له لارې په وکیلانو غږ کړی چې نوماندو وزیرانو ته د باور د رایې د ورکولو په وخت دې ټولنیز عدالت ته پاملرنه وکړي خو ښاغلي محسني په خپل دغه پیغام کې د ټولنیر عدالت نه خپل هدف نه دی څرګند کړی.

تیره شپه د تمدن تلویریون چې په کابل کې په دري ژبه خپرونې کوي څو ځلي دا پیغام خپور کړی دی.

XS
SM
MD
LG