د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او طالبانو نهم پړاو مذاکرات نهمې ورځې ته داخل شول


طالبانو مخکې ویلي، و چې وروستي توافق ته نژدې شوي دي

ټاکل شوې نن شنبه د اګست پر ۳۱ د قطر مرکز دوحه کې د امریکايي او طالب استازو د نهم پړاو مذاکرات دوام وکړي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین پر خپل ټوېټر لیکلي چې تېره ورځ د دوی مرکچي پلاوي د جمعې ورځ رخصتۍ او خپلمنځي مجلس ته ځانګړې وه، خو ټاکل شوې مذاکرات نن شنبه بیا پيل شي.

هغه لیکلي: "نن د جمعې ورځ وه، ملګرو ارام، د جمعې لمانځه او داخلي مجلس ته ځانګړې کړې وه. سبا نهه بجې به په مخکیني ځای کې امریکايي ټیم سره مذاکرات دوام کوي."

دا په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو د روان نهم پړاو مذاکراتو نهمه ورځ ده.

تر دې مخکې دواړو لورو خوشبیني ښودلې وه، چې په روان نهم پړاو مذاکراتو کې وروستۍ نتیجې ته ورسېږي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین تیره اونۍ وویل، چې دواړه لوري وروستي توافق ته نژدې شوي دي.

د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ نهم پړاو مذاکرات پر داسې مهال دوام مومي چې طالبانو تېره شپه تازه د کندز ښار پر ځینو برخو پراخ بریدونه پيل کړي دي.

د دغه ډلې ویاند ویلي، چې وسله وال یې د کندز ښار ځینو برخو ته داخل شوي، خو افغان چارواکي وايي، د طالبانو بریدونه یې پر شاتمبولي دي.

XS
SM
MD
LG